لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز په اړه د خبرو لپاره ټامس ویسټ قطر، عرب اماراتو او ترکي ته سفر کوي


واشنګټن ــــ د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ټامس ویسټ د درو هېوادونو په نوي سفر روان شوی چې مقصد یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغانو ښځو پر کار د طالبانو د بندیز له کبله پیدا شویو چېلنجونو ته د حل لاره پیدا کول دي.

ټامس ویسټ په داسې وخت بیا د سیمې هېوادونو ته سفر کوي چې طالبانو په افغاسنتان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ هېوادونو او د بشري حقونو تنظیمونو یې دا کار غندلی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ پر خپله ویبپاڼه په یو بیان کې ویلي، چې ښاغلی ویسټ به د اپرېل له 11مې تر 18مې قطر، متحده عربي اماراتو او ترکي ته ځي.

دغه بیان ښاغلي ټامس ویسټ پر خپله رسمي ټویټر پاڼه هم خپور کړی چې پکې راغلي هغه به په دوحه کې د قطر له چارواکو، د افغان مدني ټولنې له مشرانو او شریکو استازو سره وویني:

"په متحده عرب اماراتو کې به ځانګړی استازی ویسټ له خپلو امارتي هم منصبه کسانو، افغان تاجرانو او فکري مشرانو سره وویني".

له قطر او عربي اماراتو وروسته به ټامس ویسټ ترکي ته ځي او هلته به په پایتخت استنبول کې د افغانستان له سیاسي مشرانو، خبریالانو، د بشري چارو له کارپوهانو او د بشري حقونو له فعالانو سره ویني.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي د ټامس ویسټ د سفر مقصد دا دی چې په سیمه کې له اړوندو اړخونو سره د خبرو په نتیجه کې معلومات را غونډ کړي ځکه چې وایي نړیواله ټوله په افغانستان کې پېچلیو چېلنجونو د حل په لټه کې ده.

وزارت په بیان کې ویلي چې دغه چېلنجونه د طالبانو له وروستۍ پرېکړې را وروسته پیدا شوي دي چې په بشري مرستو کې یې ښځې له ګډونه را ګرزولې دي او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې یې د هغوی پر کار بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د نهې- سه شنبې په روځ يو ځل بیا د طالبانو د چارواکو هغه پرېکړه په کلکه غندلې ده چې له ملګرو ملتونو سره د افغانو ښځو پر کار کولو یې بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په خپل بیان کې ویلي وو چې "دا بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دی، نو په دې توګه يې ملګري ملتونه نه شي منلی".

وایي د دغه بندیز له لارې واکمن طالب چارواکي هڅه کوي ملګري ملتونه دې ته اړ کړي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو، د خدماتو د وړاندې کولو او د هغو لارو او اصولو تر منځ "ډروونکی انتخاب" وکړي چې د ساتنې دنده یې لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG