لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر خبرداری: پاکستان به د افغانستان دننه د ترهګرو پټنځایونو باندې برید وکړي


واشنګټن – د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وویل، اسلام اباد افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی چې دوی به په افغانستان کې د ترهګرو په پټنځایونو باندې برید وکړي که چېرې هغوی د پاکستان ضد ترهګر کابو نه کړي.

خواجه اصف له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د فیبرورۍ په وروستیو کې یې له افغانستان څخه په لیدنه کې طالب مشرانو ته وریاده کړې ده چې د ډیورنډ کرښې د امنیت په اړه دې خپلې ژمنې وساتي.

ده ویلي، چې له طالبانو یې وغوښتل چې ترهګر پرې نه ږدي چې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان بریدونه وکړي او که نه نو اسلام اباد به ګام پورته کړي.

خواجه اصف وویل، "که دا کار و نشي نو یو وخت به مونږ ځینې اقدامات وکړو او له شک پرته چې ترهګر چې هر چېرې په افغان خاوره کې په خپلو پټنځایونو کې وي نو مونږ به پرې برید وکړو."

هغه زیاته کړه، "مونږ باید هرو مرو په هغوی برید وکړو ځکه مونږ دا حالات د ډېر وخت لپاره نشو زغملی."

د ۲۰۲۱ په اګسټ کې په واک باندې د طالبانو د قبضې راهیسې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي تر مشرۍ لاندې ترهګري زیاته شوې.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې،‌ په پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې لږ تر لږه ۲۶۲ ترهګریزې پېښې شوي چې لږ تر لږه د ۸۹ پېښو پړه یې ټي ټي پي پر غاړه اخېستې.

دغې ډلې په تېر نومبر کې له اسلام اباد سره د خبرو د ناکامۍ نه وروسته په یو اړخیزه توګه اوربند مات کړی.

له هغې راهیسې په دغه هېواد کې مرګوني بریدونه زیات شوي چې اکثره یې په پوځیانو او پولیسو باندې ترسره کېږي.

پاکستان ادعا کوي،‌ چې د‌‌ ټي ټي پي مشران وروسته له هاغې له افغانستان عملیات کوي کله چې یې پرضد د پاکستان پوځ څو کاله وړاندې په سرحدي سیمو کې عملیات وکړل.

خو پاکستان هېڅکه په خپله خاوره د افغان طالبانو شتون نه دی منلی تر دې چې په کابل کې یې جوړ جمهوري نظام نسکور او ملي پوځ له منځه یوړ.

کله چې له خواجه اصف څخه وپوښتل شول چې د افغان طالبانو د هغو څرګندونو په اړه څه وايي، چې ټي ټي پي له افغان خاورې څخه عملیات نه کوي نو هغه وویل، "دوی تر اوسه هم د هغوی له خاورې عملیات کوي."

خواجه اصف ادعا وکړه چې د طالبانو مشرتابه د دوی وروستي خبرداري ته "ډېر ښه غبرګون ښودلی."

اصف وویل، دی باور لري چې افغان طالبان کوښښ کوي چې له ټي ټي پي څخه جلا شي وروسته له دې چې په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ لاندې ایتلافي ځاکونو سره په جګړه کې یې د هغوی ملاتړ درلود.

پاکستان په تېر اپرېل کې د افغانستان په ختیځ کې د ټي ټي پي په یوې مرکز باندې برید کړی وو خو په عملیاتو کې د زیاتو ملکي وګړو له وژل کېدو سره افغان طالبانو کلک غبرګون څرګند کړی و.

اصف وویل،‌ دی هیله لري چې امنیتي ګواښونه به یې هېواد ته ترهغې کچې زیات نشي "چې مونږ هغه اقدام وکړو چې زمونږ د ګاونډیانو او په کابل کې زمونږ د ورونو به خوښ نه وي."

خو خواجه اصف همدارنګه د پاکستان پخواني وزیر اعظم عمران خان او نورو پخوانیو پوځي او استخباراتي مشرانو باندې هم له دې امله نیوکې وکړې چې په زرګونو پاکستاني جنګیالیو او د هغوی کورنیو ته یې اجازه ورکړه چې بېرته پاکستان ته ورشي.

استخباراتي راپورونه وايي، دې کار ترهګرو ته اجازه ورکړه چې بېرته سره راټول شي.

خو عمران خان له امریکا غږ سره په یوې مرکه کې ددغې پرېکړې دفاع کړې وه او ویل یې، چې له پاکستان سره زیاتې لارې نه وې.

خان وویل، "ایا مونږ کتار درولي وای او ویشتلي مو وای او یا مو کوښښ کړی وای چې ورسره کار وکړو او ځای پر ځای یې کړو. "

خان د پاکستان په امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو باندې تور پورې کړ چې د ترهګرو په بیا را یوځای کېدو کې یې بې غوري کړې ده.

د پاکستان حکومت او استخباراتي چارواکي ادعا کوي چې د ټي ټي پي جنګیالي په پاکستان باندې بریدونو کې له هغو وسلو کار اخلي کوم چې له امریکايي ځواکونو څخه د شل کلنې جګړې په پای کې په افغانستان کې پاتې دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کونسلر ډېرېک چالېټ امریکا غږ ته په فېبرورۍ کې ویلي وو چې امریکايي چارواکي ددغې ادعا لپاره کومه خپلواکه ارزونه نه لري.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG