لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشر قاضي د واکونو کمولو په قانون سازۍ د سپریم کورټ اته کسیز بینچ نن اوریدنه کوي


دپاکستان دسپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال د چیف جسټس د واکونو کمولو اؤ نورو عدالتي اصلاحاتو په اړه پارلیمان نه دمنظورې شوې قانوني مسودې په ضد عدالت ته دشوؤ عریضو اوریدنې لپاره اته کسیز بینچ ټاکلی دی چې نن د زیارت په ورځ به ددغو عریضو اوریدنه کوي.

دچیف جسټس لخوا په ټاکل شوي بینچ په ټولنیزو رسنیو سختې نیوکې شوي اؤ ویل شوي چې مشر قاضي دې اوریدنه کې هم دنور کله پشان خپل همغږي اؤ هم نظره قاضیان شامل کړي اؤ سینیر ججان یې ترې بهر ساتلي دي.

پاکستان کې د وکیلانو اتحادیې یا بار کونسل نن دقضیې اوریدلو په مهال دلانجمن بینچ ټاکلو پرضد ګرد هیواد کې دعدالتونو دننه دکار بندیز یا هړتال اعلان کړی دی.

دمشر قاضي عمر عطاء بندیال په مشرۍ جوړ شوي دې اته کسیز بینچ کې جسټس اعجاز الاحسن، جسټس منیب اختر، جسټس مظاهر نقوي، جسټس محمد علی مظهر او جسټس عایشہ ملک شامل دي.

خو دسپریم کورټ سینیر ججان قاضي فایز عیسا،جسټس طارق مسعود،جسټس یحیی اپریدی اؤ جسټس امین الدین ددې بینچ نه بهر ساتل شوي دي.

دیادې قانوني مسودې پرضد عدالت ته په شوؤ څلورو بیلابیلو درخواستونو کې دریځ خپل کړل شوی دی چې پارلیمان دسپریم کورټ په چارو کې په اییني توګه دلاسوهنې واک نه لري.

درخواستو کوونکو یلي چې دسپریم کورټ رولز په کال1980 کې جوړ شوي دي اؤ که داین د183/3مې مادې لاندې داپیل حق نه دی ورکړل شوی نو دایکټ لاندې هم حق نه شي ورکړل کیدای.

دپاکستان وتلي قانون پوهه اؤ پخواني سرکاري وکیل عرفان قادر ویلي چیف جسټس ددې خواستونو اوریدنې لپاره یوازې هغه ججان ځان سره په بینچ کې شامل کړي چې دده سره اتفاق کوي اؤ سینیر ججان یې یو وارې بیا له نظره غورځولي دي.

دیو پاکستاني ټيلي ویژن په پروګرام کې ښاغلي عرفان قادر ویلي دانصاف تقاضه دا وه چې مشر قاضي دې بینچ کې درې ججان دخپلې ډلې نه اخستي وی اؤ درې ججان یې هغه اخستي وؤ چې نورو فیصلو کې یې دچیف جسټس مخالف نظر ورکړی دی.

دپاکستان دعدالتي چارو خبریال مطیع الله جان ویلي چیف جسټس د یو داسې قانون پرضد د درخواستونو اوریدنه کوي چې هغه قانون لا جوړ هم نه دی.

پخپل وي لاګ کې هغه ویلي دا به تاریخ یوه ناشنا اوریدنه وي چې یو قانون لا وجود نه لري اؤ عدالت به دهغې په هکله فیصله کوي.

هغه ویلي دچیف جسټس نه هره توقعه کیدای شي ، ممکنه ده چې هغه د اوریدنې په مهال ووایي چې یو قانون شته نو په ضد یې بیا عدالت ته خواست څنګه وشو؟

خو هغه دا هم وویل، کیدای شي چیف جسټس دا فیصله هم وکړي چې له جوړیدو وروسته باید دا قانون ترهغې ناچله وګڼل شي ترڅو چې عدالت په دې هکله فیصله نه وي کړي.

دپاکستان پارلیمان په دې وروستیو کې دچیف جسټس د واکونو کمولو اؤ نورو عدالتي اصلاحاتو په اړوند یوه قانوني مسوده د "سپریم کورټ پریکټس اینډ پروسیجر" په نوم منطوره کړې اؤ هغه یې دپاکستان صدر ته دلاسلیک لپاره لیږلې وه.

دپاکستان صدر په دغه مسوده دلاسلیک کولو پرځائ روانه اوونۍ دا بېرته پارلیمان ته دنظرثانۍ لپاره لیږلې وه خو پارلیمان اوړمه ورځ په دویم ځلي هم ددغه مسودې منظوري ورکړه اؤ صدر ته یې دلاسلیک لپاره ولیږله.

دپاکستان دایین تر مخه دهیواد صدر که اوس دلسو ورځو دننه په دې مسوده لاسلیک ونه کړي نو دا به پخپله قانوني بڼه ترلاسه کړي.

پاکستاني رسنۍ وایي پاکستان بار کونسل نن سپریم کورټ کې د اوریدنې په مهال دګرد هیواد عدالتونو کې دکار بندیز اعلان کړی دی.

دپاکستان بار کونسل مرستیال مشر حسن رضا پخپل یو بیان کې ویلي چې چیف جسټس دخپلې خوښې دججانو بینچ جوړ کړی دی اؤ باید ددې قضیې په اوریدنه کې دسپریم کورټ سینیر ججان هم شامل کړل شوي وؤ.

په پاکستان کې وروسته له هغې دسپریم کورټ په فیصلو جنجالونو سر راپورته کړی چې روانه میاشت دچیف جسټس په مشرۍ دسپریم کورټ درې کسیز بینچ پنجاب ایالت کې په 14م مئ دانتخاباتو کولو حکم وکړو.

حکومت د درې کسیز بینچ ددغه فیصلې منلو نه انکار کړی دی اؤ پنجاب کې دانتخاباتو په اړوند دقضیې اوریدنې لپاره یې دفل کورټ جوړولو غوښتنه کړې ده.

پاکستان کې حکومت مخالفه ګوند پي ټي ایي دعدلیې د ازادۍ په تروړلو تورنوي خو حکومتي وزیران بیا اکثره میډیا سره خبرو کې دسپریم کورټ مشر جج دتحریک انصاف ګوند په پلوۍ تورنوي اؤ وایي عدالتونه ټولې فیصلې دتحریک انصاف په حق کې کوي.

دسپریم کورټ مشر قاضي په یو شمیر مقدمو کې د ریمارکس ورکولو په مهال ویلي چې عدالت دچا په پلوۍ اؤ مخالفت کې نه بلکې دایین په اساس فیصلې کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG