لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: قايمه کمېټۍ الېکشن کمېشن ته د فنډ ورکولو قانوني مسوده رد کړه


د پاکستان د قامي اسمبلۍ د سېنېټ د خزانې قايمه کمېټۍ پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې د انتخاباتو دپاره الېکشن کمېشن ته د فنډو ورکولو قانوني مسوده رد کړې ده.

د ځايي ميډیا ترمخه د قايمه کمېټۍ غونډه د قېصر احمد شېخ په مشرۍ کې شوې او د خزانې په مني بل يا قانوني مسوده کې پرې خبرې شوي او بیا په اتفاق سره دغه رد کړی شوې ده.

د خزانې وزیر مملکت عايشه غوث پاشا ویلي، د ملک اقتصادي حالت او بجټ سخت د فشار لاندې دی حکومت د سختو مالي مشکلاتو سره مخ دی، او تاوان ورته په ميراث کې پاتې شوی دی.

هغې ويلي د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] پروګرام بحاليږي او اقتصادي جايزه روانه ده.

د الېکشن کمېشن سيکرټري عمرحميد ویلي، سپريم کورټ ته د 21اربه روپو په فنډ جواب ورکول دي او د الېکشن دپاره په بجټ کې یواځې پينځه اربه روپۍ جاري شوي دي.

د کمېټۍ غړي برجيس طاهر ويلي الېکشن کمېشن ته په اوسنيو حالاتو کې پېسې نه شو ورکولی انتخابات دې په يو ځای وکړی شي.يواځې په پنجاب کې انتخابات د ملک او اقتصاد دپاره خطره ده.

د پاکستان سپريم کورټ په څلورم اپرېل په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې د انتخاباتو په اړوند د قضیې فېصله اورولې او حکم یې کړی وو چې په 14مه مې دې په پنجاب صوبه کې انتخابات وکړی شي.

عدالت ويلي وو د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د انتخاباتو معامله به ځانله کتل کيږي.

په عدالتي فېصله کې ويل شوي وو چې مرکزي حکومت دې د لسم اپرېل پورې د انتخاباتو دپاره 21 اربه روپۍ جاري کړي او په 11م اپرېل دې الېکشن کمېشن د فنډ د صولې رپورټ سپريم کورټ ته وړاندې کړي، او د فنډ نه ورکولو په صورت کې به بيا عدالت مناسب حکم جاري کوي.

خو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په وړاندې کړی شوي يو قرارداد کې د پاکستان د سپريم کورټ د درې کسيزه ججانو د بنچ فېصله رد کړی شوې او ويل شوي چې د ايين او قانون ترمخه پارلیمان د اکثریتي بنچ فېصله عملي ګرځوي او وزيراعظم دې په اوسنۍ فېصله عمل نه کوي.

او بيا د انتخاباتو دپاره د فنډنګ يا پېسو ورکولو خبره قايمه کمېټۍ ته لېږل شوې چې د دې دپاره به مني بل وړاندې کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG