لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړیوال بېنک مشر وایي د طالبانو راتګ وروسته افغانانو سره مرستې ډېرې ګرانې شوې دي


واشنګټن ــــ د نړیوال بېنک مشر ډیویډ مالپاس په افغانستان کې د طالبانو حکومتي واک اختياراخستل "یو وېروونکی بدلون" بللی او ويلي یې دي چې اوس نړيوالو مالياتي ادارو ته ډېره ګرانه شوې ده چې د افغانستان د خلکو سره کومک جاري وساتي.

په واشنګټن کې د زيارت- پنجشبنې په ورځ سهار يو خبري کانفرنس ته په وېنا کې ډيویډ مالپاس وويل “افغانستان کې یو وېروونکی بدلون راغلی دی چې د ښځو او نجونو ازادي یې ختمه کړې او دا کار زموږ په پروګرام اغېز کوي”

ډيویډ مالپاس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په افغانستان کې دغو وروستيو بدلونونو د نړيوال بېنک کار ډېر ګران کړی دی. مالپاس وويل:

“مونږ د افغانستان د بیارغونې ادارې له لارې خپل کار کوو کوم چې افغانستان ته د مرستو جاري ساتلو يو څه لاره پيدا کړې ده”.

ښاغلي مالپاس وويل “مونږ په دې کار کوو چې څنګه د خوراکي توکو مرستې داسې یو هیواد ته راوړل شي چېرې چې د پیسو تادیه سیسټم کار نه کوي”.

ښاغلي مالپاس د دغه وينا په وخت زياته کړه چې د افغانستان سره اوس کار کول ډېر د ستونزو ډک دی، خو د مشکلاتو باوجود يې د بشري ناورين سره مخ خلکو سره د مرستو هڅې يې په څه نه څه ډول جاري ساتلې دي.

د نړيوال بېنک مشر وويل چې د طالبانو د واک لاندې افغانستان سره خپلو کارونو ته هره اوونۍ کتنه کوي او دا سې لارې لټوي چې که چېرې د جينکو د زدکړې لپاره کوم څه تر سره کېدی شي.

په خپله وينا کې په اخره کې مالپاس دا هم وويل چې د افغانستان د خلکو لپاره د زړه له کومې اندېښمن دی.

افغانان په بد اقتصاد کې ښکېل دي

د طلبانو حکومت تر اوسه په نړۍ کې کوم يو هيواد هم په رسميت نه دی پېژندلیاو د نړيوال بېنک او نړيوالې مالياتي ادارې په کلنیو غونډو کې د افغانستان په نمايندګۍ هيڅ څوک هم نه ليدل کېږي.

نړيوال بينک په خپله ويبپاڼه ورکړل شوو تازه معلوماتو کې ويلي دي چې د افغانستان اقتصاد ډېر کمزوری دی.

د نړيوال بينک د تازه شمېرو تر مخه افغانستان د مالي کال 2022-23 په لومړنیو يوولس مياشتو کې 1.95 بیلينه ډالره ماليه راغونډه کړې ده، خو په دې کې 57 فیصده برخه په پولو د تجارتي ماليو نه تر لاسه شوې ده.

د نړيوال بېنک ترمخه د افغانستان اقتصاد د ځینو بنيادي چيلنجونو سره مخ دی. د افغانستان مالي نظام محدود دی، تجارت یې اکثره د غیر رسمي لارو ترسره کیږي.

د کال 2022م شمېرې ښیي چې د افغانستان د لږ تر لږه 40 میلينه ټولې ابادې دریمه برخه نه شي کولی خوراکي او د ژوند نور بنيادي توکي واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG