واشنګټن ــــ د اوکراین د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په خپل هېواد او د تور سمندر په ټوله سیمه کې د امنیت د خوندیتوب لپاره له نېټو سره د اړیکو او د کیف د غړیتوب پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د اپرېل پر 13مه د رومانیا په پایتخت بخاریسټ کې د اوکراین د دفاع مشر اولیکسي رزنیکوف د امنیت په اړه یو کانفرنس ته وویل:
"موږ د ضمانتونو یو داسې نظام ته اړتیا لرو چې د روس د یرغل امکان ختم کړي، د دې لپاره اوکراین په نېټو کې له شاملېدو پرته بل متبادل نه لري".
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا هم دې کانفرنس ته د ویډیو لینک له لارې خبرې کړې دي او پر غربي اتحاد یې ټینګار کړی دی چې په سیمه کې نور هم فعال شي.
کولیبا ویلي همدا وخت دی چې له تور سمندره تر دې وروسته "د نېټو سمندر" جوړ شي. کولیبا له نېټو په ټینګار وغوښتل چې اوکراین او د تور سمندر پر غاړه پروت هیواد جورجیا هم د غړو په توګه ومني.
د اوکراین خارجه وزیر وویل، په جولای میاشت کې چې د لیتوانیا په مرکزي ښار ویلنیوس کې د نېټو مشرانو غونډه کېږي باید "یو څرګند پلان وړاندې کړي چې کله او څنګه اوکراین ته داخلیږي."
د اوکراین دغو وزیرانو دا خبرې په داسې وخت کړې دي چې روسي ځواکونو د روس په بخموت او نورو ختیځو سیمو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
دیمیترو کولیبا د خپل هېواد دا خبره بیا تکرار کړه چې وایي په اوکراین کې امن یواځې هغه وخت راتلای شي چې روس د کریمیا د تور سمندر د ټاپو په ګډون د اوکراین له ټولې خاورې خپل پوځ وباسي.
د کریملین ویاند دیمیتري پېسکوف د اپرېل پر 13مه په یوه لنډه وینا کې د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر دیمیترو کولیبا دا خبرې رد کړې دي چې وایي له تور سمندره دې "د نېټو سمندر" جوړ شي:
"دا یو ګډ سمندر دی، دا باید د ټولو ساحلي هیوادونو لپاره د همکارۍ، اړیکو او امنیت بحر وي."
روس په 2014م کې کریمیا ټاپو له اوکراین څخه ونیو او تر اوسه یې پخپله ولکه کې ساتلی دی او د 2022م کال د فرورۍ له 24مې یې بیا په اوکراین باندې یرغل پیل کړی دی او غواړي د دې هېواد نورې سیمې هم ونیسي خو اوکرایني ځواکونه تر اوسه د خپلې خاورې دفاع کوي.