لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین وزیر اعظم د پنځه بیلینه ډالرو نورې مرسته ژمنه راخپله کړې


د اوکراین وزیر اعظم ډېنیس شېمېهال
د اوکراین وزیر اعظم ډېنیس شېمېهال

واشنګټن – د اوکراین لومړي وزیر ډینیس شېمېهال د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په روانه اونۍ کې یې په واشنګټن کې د خپلو لیدنو په ترڅ کې له روس سره په جګړه کې د ملاتړ لپاره د پنځه بیلینه ډالرو نورې مرستې ژمنې ترلاسه کړې.

شېمېهال د نړیوالي مالي ادارې یا آی ایم اېف، نړیوال بانک او د اروپا د پانګونې د بانک له استازو او همدارنګه له امریکايي چارواکو سره لیدنې وکړې.

هغه وویل، اوکراین په دغو لیدنو کې له سوېټزلېنډ، ډنمارک او نورو هېوادونو څخه د نورو مرستو ژمنې ترلاسه کړې او همدارنګه د امریکا د الوتکو له جوړونکې کمپنۍ بوینګ سره یې یو تړون لاسلیک کړ چې د اوکراین له کمپنیو سره د ۲۰۰ بیلینه ډالرو په ارزښت رعایت وکړي.

هغه زیاته کړه، چې کیېف به د لندن په راتلونکي کانفرانس کې نوره مرسته هم ترلاسه کړي.

شېمېهال وویل، "نړیوالو شریکانو مونږ ته د دوامدارې مرستې ډاډ راکړی."

هغه زیاته کړه چې په راتلونکو څلورو کلونو کې له اوکراین سره ټولټال ۱۱۵ بیلینه ډالره مرسته وشي. د دې ترڅنګ آی ایم اېف هم تېره میاشت ته اوکراین ته د ۱۵.۶ بیلینه ډالرو پور منظوري ورکړې.

شېمېهال وویل،‌ اوکراین سږ کال ۱۴ بیلینو ډالرو ته اړتیا لري چې د بودېجې کسر پرې ډک کړي چې د دې لپاره به امریکا د ۲.۳ بیلینه ډالرو مرسته او اروپا اتحاد د ۱.۱۰ بیلینه ډالرو مرسته وکړي.

د سوېتزلېنډ او ډنمارک ترڅنګ، هغه وویل، ‌چې هسپانیې، ایرلېنډ، جاپان، لیتویا، لیتوانیا، ایسلېنډ او هالنډ هم د نورو مرستو ژمنې کړي.

د اوکراین وزیر اعظم د امریکا د خزانې له وزیرې سره.
د اوکراین وزیر اعظم د امریکا د خزانې له وزیرې سره.

د امریکا د خزانې وزیرې جنېت یلېن چې په یو حیران کونکي سفر کې یې په فیبرورۍ کې له کیېف څخه لیدنه کړې وه او د زیارت یا پنجشبې په ورځ یې یو ځل بیا له شېمېهال سره ولیدل یو ځل بیا د مالي له وزیرانو او مرکزی بانکونو څخه وغوښتل چې له اوکراین سره مرسته وکړي.

هغې د زیارت په ورځ وویل چې شېمېهال ته یې وویل، چې امریکا د ۲۰۲۲ کال د فیبرورۍ یعنې د جګړې د پیل راهیسې له اوکراین سره ډېره زیاته اقتصادي مرسته کړې او په راتلونکو میاشتو کې به د امنیتي او بشري مرستې ترڅنګ نوره مرسته هم ورسره وکړي.

شېمېهال همدارنګه وویل، چې اوکرایني چارواکو د امریکا د کابینې له ګڼو نورو وزیرانو سره هم ولیدل چې په هغو کې د دفاع وزیر لویډ اسټن، د سواګرۍ وزېرې ګینا رېمونډو هم شامل وو چې زیات پام پکې د اوکراین بیارغونې ته شوی وو چې څنګه بهرنۍ پانګې ورته راجذب کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG