لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي 20 کرکټ د لړۍ دویمه سیالي کې هم پاکستان نیوزیلېنډ ته په 38 منډو ماتې ورکړې ده


د ټي 20 کرکټ دسیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې هم پاکستان دنیوزیلینډ لوبډلې ته په 38 منډو ماتې ورکړې ده.

د خالي- شنبې په ماسخوتن د لاهور په قذافي اسټیډیم کې ترسره شوې دغه سیالۍ کې دنیوزيلینډ لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې د اوو لوبغاړو په تاوان 154 منډې جوړې کړې .

دنیوزیلینډ مارک چیپ پرته له سوځېدو تر ټولو په زیاتو 64 منډو جوړولو جوړولو وتوانېدو، چیډ باوس 26، کپتان ټام لیتھم 19 او کول میکونچي 12 منډې جوړې کړې.

دپاکستان له اړخه حارث رؤف 4 ، عماد وسیم، شاداب خان او زمان خان 1، 1 لوبغاړی وسوځولو.

دلوبې پچه پاکستان ګټلې وه اؤ په ټاکلو 20 اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په تاوان نیوزیلینډ ته 193 نوي منډو هدف ورکړی ؤ.

په دې سیالۍ کې دپاکستان کپتان بابراعظم دټي ټوینټی نړیوال کرکټ دسیالیو پخپل کیریر کې یې په دریمه سلیزه جوړولو واتونېدو .هغه 101 منډې جوړې کړې خو ونه سوځیدلو.

دپاکستان افتخار احمد 33 اؤ محمد رضوان 50 منډې جوړې کړې.

دنیوزیلینډ میټ هینري دپاکستان 2 اؤ روي رچندر او جیمز نیشم 1، 1 لوبغاړی وسوځولو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG