لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د امریکا له قانون سازانو سره د عمران خان په رابطو کې د تېزۍ راتلو وجه څه ده؟


د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان
د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان

وي او اې اردو (واشنګټن) - پس د هغه چې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان تېر کال د خپل حکومت د ړنګېدو الزام په امریکا وغورځولو او بیا اوس مهال یې د واشنګټن سره د تعلقاتو د بهتره کولو بیانونه ورکړي دي، د امریکا له قانون سازانو سره د هغه په رابطو کې تیزي راغلې ده.

د رسنیو د رپوټونو ترمخه، د یوې میاشتې په ترڅ کې څلورو امریکایي قانون سازانو د عمران خان سره رابطې کړې دي. په دې اړیکو کې تیزي راتلل په داسې وقت کې مخې ته راځي چې په پاکستان کې واکمن سیاسي اتحاد – پاکستان ډیموکریټک موومنټ (پي ډي اېم) – په پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) دا تور لګوي چې عمران خان چې د خپل حکومت د نسکوره کولو ذمه وار یې امریکا ګڼله، اوس د واشنګټن سره د خپل تعلقاتو د بهتره کولو دپاره د لابي کولو د ادارو خدمات حاصلوي.

د امریکا د کانګرس یو جګپوړی غړی برېډ شرمېن د وي او اې خبریال صبا شاه خان سره په خبرو کې دعوه کړې چې عمران خان د هغه سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې هغه د امریکا خلاف نه دی.

د شرمېن وینا ده چې عمران خان د خپل حکومت د رانسکوره کېدلو تور په امریکا باندې پورې کړی و، مګر هغه په دې پوهېږي چې دا رښتیا خبره نده، ځکه د کانګرس په مختلفو اورېدونو کې هم داسې کومه نښه نده لیدلی شوی چې امریکا دې په هغې حوالې سره څه کردار ادا کړی وي.

د امریکا د کانګرس ډېموکرېټ غړی برېډ شرمېن
د امریکا د کانګرس ډېموکرېټ غړی برېډ شرمېن

د تحریک انصاف پاکستان موقف دا دی چې عمران خان صرف کوښښ کوي د امریکا انتظامیې، کانګرس او مېډیا ته دا خبره ورسوي چې د پاکستان د مسئلو حل په دې کې دی چې په فوري توګه دې آزاد او منصفانه انتخابات تر سره شي.

نن سبا دا خبرونه زیات مخې ته راځي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د امریکا سره د خپلو تعلقاتو د بهتره کولو په خاطر، د لابينګ فرمونو خدمات حاصل کوي او په دې لاره کې یې تر اوسه ګني په لکهاوو ډالر مصرف کړي دي.

"د امریکا سره د رابطو مقصد دا ندی چې عمران خان بیا واک ته ورسولی شي"

په امریکا کې موجود د تحریک انصاف پاکستان (پي ټي آی) یو ویاند سجاد برکي د امریکایي چارواکو، قانون سازانو او رسنیو سره د خپل ګوند د رابطو جوړولو خبر تصدیق کړی دی.

سجاد برکي د وي او اې سره په خبرو کې وویل: "زمونږ رابطې جوړول د دې دپاره ندي چې امریکا دې بېرته عمران خان اقتدار ته ورسوي، زمونږ مقصد دا دی چې پاکستان کې دې جمهوریت مضبوط شي، د انساني حقونو احترام دې وشي، او ملک د شفافو انتخاباتو په طرف ولاړ شي."

د برکي وینا ده چې هغوی د خپلو نورو ملګرو سره یوځای، د تېر یو کال راهېسي دا هڅې پیلې کړي، ځکه د هغه په باور، داسې ښکارېده چې د امریکا انتظامیه هم سمدستي پاکستان کې د "رجیم چينج" یا حکومت بدلولو په بیانیې باندې اثر اندازه شوی دی، نو له دې مخې دا هلې ځلې شروع شوې چې د امریکا قانون سازانو ته د پاکستان د حالاتو په اړه سمه آګاهي ورکړی شي.

سجاد برکي وایي چې د امریکا په حوالې سره د پاکستان پالیسي که هرڅه ده، مګر یو ټکی واضحه دی چې په خطه کې د امریکا اثر رسوخ موجود و او پاته به وي.

د پي ټي آی ویاند زیاته کړه چې کله د بایډن انتظامیه راغله، نو ولیدلی شول چې د پاکستان په حوالې سره د هغه پالیسي لږ د سردمهرۍ ښکار وه، چې سبب یې ګڼ شمېر غلط فهمۍ هم وې چې د پوځ پخواني مشر جنرل (ر) قمر جاوېد باجوه پیدا کړې وې.

بل طرف ته عمران خان هم د وي او اې د خبریالې سارا زمان سره په خپلې مرکې کې دعوه کړې وه چې جنرل باجوه په مبینه توګه امریکا ته دا باور ورکړی و چې عمران خان د امریکا مخالف دی.

عمران خان په هغې مرکې کې د امریکا سره د ښو تعلقاتو جوړولو هیله هم څرګنده کړې وه. په پاکستان کې واکمنو سیاسي ګوندونو د عمران خان هغه مرکه هم د خپل دریځه اوړېدل یا یو-ټرن بللې وه.

یاده دې وي چې په پاکستان کې د تېر یو کال راهېسي د سیاسي اړۍ ګړیو په دوران کې د امریکایي چارواکو دریځ دا پاته شوی چې امریکا د پاکستان په داخلي چارو کې مداخلت نه کوي بلکې د جمهوریت او جمهوري ادارو په مضبوطۍ یې ټینګار کړی دی.

د امریکا خارجه وزارت، د پخواني وزیراعظم عمران خان د طرفه په امریکا باندې لګول شوي الزامات هم رد کړي دي.

"موږ سره د 25 کروړو پاکستانیانو فکر دی"

د امریکا په کیلي فورنیا ریاست کې د ډېموکرېټک ګوند یو ځایي مشر ډاکټر آصف محمود هم د جاوېد برکي په شان نظر لري. ډاکټر آصف محمود د وي او اې سره په مرکه کې وویل چې هغه د پاکستان تحریک انصاف سره هېڅ قسمه تعلق نلري، مګر ټول فکر یې د پاکستان د پنځه وېشت (۲۵) کروړه عوامو سره دی.

ښاغلی محمود په دې باور دی چې په پاکستان کې د عمران خان مقبولیت په زیاتېدو دی، او ګني همدا وجه ده چې هغه هدف ګرځول کیږي، په هغه باندې د قاتلانه حملې کوښښ وشو او په لسهاوو مقدمې ورباندې درجې کړی شوي دي.

آصف محمود زیاتوي چې په همدې وجه، هغه په امریکا کې خپل سیاسي اثر رسوخ استعمال کړ او د عمران خان سره یې د امریکا د قانون سازانو رابطې برقرارې کړې.

د مېډیا د رپوټونو په حواله، د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان په یوه میاشت کې د امریکا د کانګرس له څلورو جګپوړ ممبرانو سره رابطې کړي دي چې په کې برېډ شرمېن، مایک لېون، ټېډ لیو، او اېریک سوالویل شامل دي.

ډاکټر آصف محمود وایي چې د کانګرس د دغو څلورو غړو سره د عمران خان رابطې، د هغه په ذریعه شوې دي.

ډاکټر آصف محمود د دې پوښتنې په جواب کې چې آیا د عمران خان سره د امریکا د کانګرس ممبرانو رابطې کول، پخپله د پاکستان په داخلي چارو کې لاس وهنه نده؟ نو هغه وویل چې امریکا په ټوله دنیا کې د جمهوریت د مضبوطۍ دپاره کار کوي، نو په نړۍ کې چې هرچېرته جمهوریت په خطره کې وي، امریکا د هغه ملکونو په کورنیو چارو کې مداخلت نه کوي بلکې د جمهوریت د مضبوطۍ وکالت کوي.

"د هېڅ لابېنګ فرم برخه نه یم"

ډاکټر آصف محمود وایي، کله هم چې د امریکا قانون سازان خبرې کوي، نو نړۍ یې اوري. هغه زیاتوي: "مونږ صرف دا غواړو چې پاکستان کې دې خلک بېځایه (ناحقه) ونه نیولی شي، جېلونو ته دې وانه چول شي، بلکې په ملک کې دې شفاف انتخابات تر سره شي او چا چې هم وګټله هغه دې حکومت وکړي."

ډاکټر آصف محمود دا هم وویل چې هغه د هېڅ کوم لابينګ فرم سره تعلق نلري بلکې صرف پخپلې طریقې سره د پاکستان د بهترینو مفاداتو دپاره کار کوي.

هغه دعوه کوي چې د پي ټي آی، مسلم لیګ (ن)، او پیپلز پارټۍ تر څنګ د پاکستان د نورو سیاسي ګوندونو سره هم تعلقات لري نو "دا خبره چې زه دې د کوم لابينګ فرم برخه یم، دا سمه نده."

بل طرف ته امریکا کې د پي ټي آی ویاند سجاد برکي وایي چې هغوی تېر کال د یو پلاوي سره یوځای، په اسلام آباد کې عمران خان سره ملقات وکړ او ویې ویل چې د لابینګ فرم خدمات حاصلوي په کوم چې هر کال لس لکه ډالر خرچه راځي، "مګر عمران خان دا کار منعه کړو او ویې ویل چې که تاسو خپله داسې کولی شئ، نو ویې کړئ."

سجاد برکي زیاتوي چې هغوی په امریکا کې د نورو مېشتو پاکستانیانو سره لاس یو کړ او لابینګ فرم سره یې خبرې وشوې چې د پاکستان او امریکا تعلقات بهتره شي که څه هم د پاکستان حکومت په دې مد کې هېڅ پېسې ورنه کړې.

د افغانستان دپاره د امریکا پخواني خاص استازي زلمي خلیلزاد هم د عمران خان په طرفدارۍ ټویټونه کړي دي. خلیلزاد پخپلو ټویټونو کې د پاکستان په پوځي او سېوېلین مشرتابه زور اچولی چې په وینا یې هغوی خپله "تباه کنه" تګلاره بدله کړي.

خلیلزاد د مارچ په ۱۴مه نېټه په خپل ټویټر ولیکل چې که عمران خان ګرفتاره کړی شي، نو په پاکستان کې به سیاسي بحران نور هم زور واخلي. ددې ترڅنګ هغه د پاکستان حکومت ته مشوره ورکړه چې په ټول ملک کې دې د جون په میاشت کې انتخابات ترسره کړي.

د پاکستان دفتر خارجه بغیر د دې چې د خلیلزاد نوم یاد کړي، وویل چې د بهر نه پاکستان ته راتلونکی هر آواز یا بیان، د پاکستان جمهوري ریاست او عوام اغېزمن کولی نشي.

د امریکا خارجه وزارت هم څرګنده کړه چې د خلیلزاد ټویټونه د امریکا د حکومت سره څه تعلق نلري.

بل پلو پاکستان کې د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب پخپل غبرګون کې ویلي چې په پاکستان کې د انتخاباتو ترسره کول او یا یې هم نېټه ورکول د امریکا کار نه دی.

مریم اورنګزېب په یو بیان کې ویلي دي چې د عمران خان "اوی امریکا" نه واخله بیا تر "های امریکا" او د "آیا موږ غلام یو" نه واخله بیا تر "هو مونږ غلام" پورې سفر، "د دروغو بیانونو قبرستان" جوړ شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG