لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي چارواکي: په الابامه ریاست کې د ناتاره ډزو له امله څلور تنه مړه شوي دي

واشنګټن (اې پي) - د امریکا په الابامه ریاست کې د قانون د تنفیذ اداره وایي چې د هغه ریاست په ډېډویل ښار کې تېره شپه (د خالي/شنبې ماخوستن) د ډزو په نتیجه کې څلور (۴) تنان مړه او څو نور زخمیان شوي دي.

د الابامه د قانون د تنفیذ ادارې وویل چې دا ډزې ماسخوتن شاوخوا لس نیمې بجې وشوې او په فوري توګه دا معلومه نده چې د دې ډزو وجه څه وه. دا هم سمدستي نده معلومه چې په دې پېښه کې کوم ملزم شخص نیولی شوی او که نه.

بېن هېس چې د ډېډویل پولیس ادارې او د ځایي های سکول د فټبال ټیم پادري دی، ویلي چې په پېښه کې اکثره زیان تنکیو ځوانانو ته رسېدلی ځکه چې دا ډزې د یو شپاړس (۱۶) کلن تنکي ځوان د زوکړې په پارټۍ کې شوي دي. ډېډویل یو وړوکی ښار دی چې د جرمونو پېښې په کې نایابه دي. پادري هېس زیاته کړې چې د ډزو بېګانۍ پېښې دا وړوکی د سکون ډک ښار اوس سخت ځپلی دی.

د پادري هېس وینا ده: "یو ځوان هلک چې وژلی شوی دی، زمونږ یو زبردسته کېلاړي و، ډېر یو ښه تن و. ډېډويل یو وړوکی ښارګوټی دی او [دا پېښه] به په دې سیمه کې هر چا باندې اثر وکړي."

ډېډویل د الابامه ریاست یو وړوکی او لېرې پروت ښارګوټی دی
ډېډویل د الابامه ریاست یو وړوکی او لېرې پروت ښارګوټی دی

یو ځایي ټي وي چېنل خبر ورکړی چې دا ډزې د ګډا په یوې سټډیو کې پېښې شوي. ځایي ټي وي د ماهوګني ماسټرپیس په نوم د ګډا/نڅا د یوې سټډیو تصویرونه هم خپاره کړي چې پولیسو کلابنده کړې او ګڼ شمېر پولیس اهلکار هلته لیدلی کیږی.

د الابامه ریاست ګورنر، کې ایوي په یو بیان کې چې په سوشل مېډیا باندې خپور شوی، ویلي دي: "نن سهار زه د ډېډویل د خلکو او د خپلو الابامه خلکو سره غمشریکي کوم. زمونږ په ریاست کې د تشدد جرمونو ته ځای نشته، او چې څنګه [د پېښې په باب] جزئیات راڅرګندیږي، د قانون د تنفیذ اداره به مونږ ته ژر ژر معلومات راکوي."

ډېډویل، چې شاوخوا درې زره و دوه سوه (۳۲۰۰) کسان په کې آباد دي، د الابامه ریاست په ختیځه برخه کې او د مونتوګومري ښار نه دوه نیوي (۹۲) کلومټره لیرې پروت دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG