د هند په اتر پردېش رياست کې د پارلیمان پخوانی غړی او مسلمان مشر عتيق احمد چې په مختلفو جرمونو کې ورته د بند سزاګانې اورول شوې وې، د ورور سره د پوليسو او مطبوعاتو په وړاندې په ډزو ويشتل شوي او دواړه وژل شوي دي.
د وي او اې د خبر ترمخه په عتيق احمد نزدې د 100 پورې مقدمې درج وې، ويل شوي هغه چې د سامبرتي په نوم زندان کې بندي وو، د احمد اباد نه اله اباد ته راوستل شوی او روغتون ته بوتلل کېدو چې ډزې پرې شوي او دواړو وروڼه وژل شوي دي.
د يادې پېښې ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې چې پکې عتيق احمد او ورور یې اشرف چې پوليس ورسره روان دي د مطبوعاتو سره خبرې کوي په دغه وخت کې په تماچه ډزې کيږي،او دواړه په دغه ځای غورځيږي.
ويل شوي د پېښې سمدست وروسته پوليسو درې بريد کوونکي نيولي دي، پولیس کمشنر ویلي بريد کوونکي د مطبوعاتو د کسانو په جامه کې راغلي وو.
د اتر پردېش وزيراعلا یوګي ادتيه ناتهـ د پېښې د پلټنو حکم کړی دی.
دوه ورځې وړاندې د عتيق احمد زوی اسد احمد هم په يوه مبينه مقابله کې وژل شوی وو.
عتيق احمد چې د سماج وادي ګوند څخه د پارلیمان او اسمبلۍ غړی پاتې شوی، هغه د اله اباد لويديځ اسمبلۍ د حلقې نه پينځه ځله غړی منتخب شوی او د 2004م نه تر 2009م پورې پهولپورد حقلې نه د پارلیمان غړی پاتې شوی وو.
هغه ته د تښتونې په يوه مقدمه کې سزا اورول شوې، او په 2005م کې د بهوجن سماج ګوند د اسمبلۍ د غړي راجوپال د وژنې په قضیه کې ورته د عمر بند سزا اورول شوې وه، په هغه د يوې بلې وژنې تور هم وو.
مخالفه ګوندونو د عتيق احمد وژنې ته سخت غبرګون ويلی دی.
[خبر د وي او اې اردو په مننه]