لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوتین له دوو اوکرایني سیمو څخه لیدنه کړې


واشنګټن – روس د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د اوکراین د خېرسان او لوهانڅک له سیمو څخه لیدنه کړې او له پوځي قومندانانو څخه یې راپورونه ترلاسه کړي.

د کرملن لخوا په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې پوتین قومندانانو ته وايي، د ده سفر د دې لپاره مهم دی چې له هغوی څخه واوري او معلومات تبادله کړي.

د اوکراین په ختیځ کې د خېرسان او په لویدیځ کې د لوهانڅک هغه سیمې دي چې پوتین په سپټمبر کې له روس سره یوځای کړې وې خو د ملګروملتونو په عمومي اسامبلۍ کې دا ګام په پراخه توګه رد شوی و.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولېک د پوتین د سفر په اړه د نهې یا سې شنبې په ورځ په ټویټ کې لیکلي، د روس رهبر "له اشغال شویو او ویجاړو شویو سیمو څخه لیدنه کوي چې د خپلو کسانو لخوا ترسره شوي جرمونه د وروستي ځل لپاره وویني."

همدارنګه د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي سیون د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې په اوکراین باندې د روس اشغال "له نړیوال قانون څخه یوه جدي سرغړونه" بللې او له روس څخه یې غوښتي چې له هر ډول شرط پرته ژر تر ژره خپل ځواکونه وباسي.

جي سيون وزیرانو همدارنګه ژمنه وکړه چې د روس پانګې به په خپلو خپلو هېوادونو کې تر هغو کنګل کړي تر څو چې د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د تیري د ستونزې حل پیدا شي.

بل پلو د امریکا لوی څارنوال مېرېک ګارلېنډ د اوکراین له لوی څارنوال سره لیدلي او په دې یې خبرې کړي چې د اوکراین په جګړه کې په جنګي جرمونو کې ښکېلو کسانو ته باید سزا ورکړل شي.

اخوا عراق د اوکراین او روس ترمنځ د خبرو لپاره وړاندیز کړی چې د جګړې خاتمې ته یوه لاره ومومي، خو د اوکراین لوړ پوړي ډپلوماټ دغه وړاندیز رد کړی دی.

په یو بل خبر کې راغلي،‌چې د کرملن یو وتلی انتقاد کونکی ویلادیمیر کارا مورزا له دې امله په ۲۵ کاله بند باندې محکوم شوی چې په اوکراین باندې یې د روس جګړه غندلې وه.

لاوروف په برازیل کې:

د روس د بهرنیو چار وزیر سرګې لاوروف د ګل په ورځ وویل، چې ماسکو غواړي

د اوکراین شخړه څومره ژر چې وي پای ته ورسوي.‌

لاوروف د برازیل د بهرنیو چارو وزیر ماورو ویریا سره په لیدنه کې له هغه مننه وکړه چې "د اوکراین د حالت په اړه پوهېږي." او وویل،‌ چې روس لیواله دی دغه شخړه څومره ژر چې ممکن وي پای ته ورسېږي.

روس تل ویلي، چې د اوکراین په اړه هر ډول د سولې مذاکرات باید د سیمې د حقیقتونو پر بنسټ وي چې په هغو کې له ځآن سره د اوکراین د څلورو سیمو یوځای کېدل هم راځي.‌

روس وايي، دوی مجبوره شول چې په اوکراین کې مداخله وکړي تر څو د روسي ژبو خلکو دفاع وکړي او د لویدیځ‌ د دې کار مخنیوی وکړي چې له اوکراین څخه د روس د امنیت د ګواښولو لپاره کار واخلي.‌

کیېف او لویدیځ دا بې بنسټه ادعاوې بولي او وايي، په جګړه کې جنګي جرمونه ترسره شوي.

بل پلو وایټ‌ هاوس په برازیل باندې له دې امله نیوکه کړې چې له لاوروف سره یې شخصي لیدلي خو له اوکرایني چارواکو سره ټیلیفوني خبرې کوي.

د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي وویل، چې برازیل د اوکراین په اړه د روس او چین پروګانډه خپروي، پرته له دې چې حقیقتونو ته وګوري.

د برازیل د بهرنیو چارو وزیر د کربې نیوکو ته په ځواب کې ویلي،‌" زه نه پوهېږم چې ولې او څنګه هغه دې پایلې ته رسېدلی خو زه ورسره موافق نه یم."

د دې راپور ځینې برخې د اسوسېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخېستل شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG