لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سویډن هیله لري چې ترکیه به د مې له ټاکنو وروسته په ناټو کې د هغوی غړیتوب ومني

د ترکیې او سویډن د دفاع وزیران
د ترکیې او سویډن د دفاع وزیران

واشنګټن – ترکیه او هنګري په ناټو کې د سویډن د غړیتوب مخه نیولې خو د سویډن حکومت هیله څرګنده کړې چې په ترکیه کې د مې د ۱۴ نېټې له انتخاباتو وروسته به دواړه هېوادونه په چټکۍ سره د هغوی غړیتوب ومني.

سویډن او فېنلېنډ په اوکراین باندې د ۲۰۲۲ کال په فیبروۍ کې د روس له یرغله څو اونۍ وروسته په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه واستول.

ناټو د دې میاشتې په سر کې فېلنېډ ته هرکلی ووایه. فېنلېنډ وروسته له هاغې چې په مارچ کې د ترکیې او هنګري لخوا ورته د تایید رایه ورکړل شوه د دغه ستر پوځي اتحاد ۳۱ غړی هېواد شو.

اوس د سویډن وړاندیز هم باید د ناټو د دغو دوو هېوادونو لخوا تایید شي.

د ترهګرۍ ضد قانون:

انقره په سویډن باندې تور لګوي چې د هغوی په وینا کرد پلوي ترهګرو ته یې پناه ورکړې چې پکې د پي کې کې د ډلې ترهګر هم دي، خو سویډن دا تورونه ردوي.

د سویډن لومړي وزیر الف کرېسترسان وویل، چې دی هیله لري په ترکیه کې د راتلونکې میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنې به په دې برخه کې د بدلون ټکی وي.

د ناټو سرمشریزه:

د ناټو عمومي‌ منشي ینز سټالټنبرګ وویل، دی هیله لري چې د سویډن تایید به د ناټو تر کلنۍ سرمشریزې پورې ترسره شي کومه چې ټاکل شوې ده د جولای په ۱۱-۱۲ نېټه په لیتوانیا کې وشي.

خو د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي له مرکز څخه الپر کوسکن چې پخوا د ترکیې په بهرنیو چارو وزارت کې د نړیوالو امنیتي چارو مشر هم پاتې شوی امریکا غږ ته وویل،‌ چې د ترکیې لخوا د سویډن د وړاندیز د منلو ضمانت نشي کیدای خو بیا هم دا به ریښتینې هیله وي چې تر سرمشریزې پورې له ناټو سره یوځای شي.

بلخوا هنګري ویلي،‌چې دوی به په ناټو کې د سویډن د غړیتوب مخه ونیسي ځکه سویډن په دې وروستیو کې د هنګري په ډپلوماټیک اعتبار باندې نیوکې کړې وې.

څېړونکي وايي، د ترکیې لخوا د سویډن منل به په هنګري هم فشار واچوي چې همداسې وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG