لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د افغان پالیسۍ بیا کتنه کوي


واشنګټن – له طالب چارواکو سره تر نېږدې دوه کلنې تاوجنې ډپلوماسۍ وروسته، واشنګټن خپلې افغان پالیسې ته بیا کتنه کوي.

دا وروسته له هاغې کېږي چې امریکايي چارواکو د طالبانو حکومت له سختو بې رحمه خپلسرو قوانینو جوړ یو حکومت وباله.

د امریکا لخوا د خپلې افغان پالیسۍ بیا کتنه په داسې وخت کې کېږي چې د راپورونو له مخې ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلو عملیاتو د ځنډولو پرسر غور کوي ځکه طالبانو د ملګروملتونو په ادارو کې هم په ښځو د کار کولو بندیز لګولی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند امریکا غږ ته وویل، "د امریکا حکومت له طالبانو سره زمونږ د چلند او ښکېلتیا بیا کتنه کوي. دا په افغانستان کې د طالبانو هغو زیاتېدونکو سختو بې رحمه قوانینو ته په کتلو ترسره کېږي چې په خپل توپيري چلند یې په افغانستان کې ښځې او جونې په نښه کړي دي."

که څه هم د جنیست پر اساس د طالبانو دغه ناوړه سیاستونه د ګڼ مېشتو مسلمانو هېوادونو په ګډون د نړیوالو لخوا غندل شوي خو طالبان ټینګار کوي چې ښځې دې له زده کړو، کار او د افغانستان په کورنۍ مسله کې له سیاسي ګډون څخه محرومه وي.

د واشنګټن دغه توند غبرګون په داسې وخت کې هم څرګند شوی چې د راپورونو له مخې، د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېریش په مې میاشت کې د یوې داسې غونډې تابیا کوي چې پکې طالبانو ته د ملګروملتونو د څوکۍ په ورکولو باندې بحث وشي خو د دې په بدل کې به په ښځو باندې د طالبانو د رژیم بندیزونه لېرې کېږي.

کله چې ددغې غونډې د موخو په اړه د شورو یا چهارشنبې په ورځ په ملګروملتونو کې د روس له استازي وسېلې نبینزیا څخه وپوښتل شول نو هغه په نیویارک کې خبریالانو ته وویل،‌ چې دی فکر نه کوي چې طالبان دې رسمیت پېژندلو باندې غور وکړي.

"زه پوهېږم چې عمومي منشي زما په ګډون له ځینو غړو هېوادونو سره دا شریکه کړې او هغه به ددغو ځانګړو استازو نظرونو ته ګوري چې دوی د افغانستان دغې مسلې ته په کوم نظر ګوري."

که څه هم طالبان د تېرو نېږدې دوو کالو راهیسې په ټول هېواد باندې واکمن دي، خو په دې کې پاتې راغلي چې د یوه حکومت لخوا هم په رسمیت وپېژندل شي او په ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ باندې اوس هم د پخواني افغان حکومت استازی نصیر احمد فایق کار کوي.

له مخالفینو سره لیدنې:

له طالبانو سره د امریکا د خپګان له زیاتېدو سره امریکايي‌ ډپلوماټانو له ځینو پخوانیو افغان سیاستوالو او جنګسالارانو سره لیدلي چاچې له افغانستان څخه د باندې سیاسي ډلې جوړې کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تاماس ویسټ په دې اونۍ کې په استانبول کې له ګڼو افغانانو سره لیدلي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې یې د طالبانو د رول په اړه ژورې اندېښنې اورېدلې دي.

د طالبانو پرضد د ملي مقاومت شورا وايي، چې استازو یې د ګل یا دوشنبې په ورځ د ویسټ‌ په غوښتنه له هغه سره لیدلي دي.

دغې ډلې په یو ټویټ‌ کې ویلي دي، چې ویسټ ته یې "له روان ناورین څخه د هېواد د ژغورلو" نقشه ورکړې ده.

د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی هېڅ امریکايي چارواکي افغانستان ته سفر نه دی کړی خو واشنګټن طالبان پریښي او نېغ په نیغه یې له افغانانو سره سیاسي‌ او بشري اړیکې ساتلې دي.‌

خو اوس هم ځینې په دې باور دي چې امریکا باید زیات څه وکړي. د عبیدالله بهیر په نامه یو افغان څېړونکي په ټویټ کې لیکلي، چې "ولې هر بل استازی افغانستان ته سفر کوي او یا هلته پاتې کېږي پرته له ده څخه."

هغه زیاتوي، "زه په دې کې پاتې راغلم چې د جلا وطنه جمهوري جنګسالارانو سره د هغه د لیدلو منطق به څه وي."

که څه هم طالبان چا په رسمیت نه دي پېژندلي خو د سیمې زیاتو هېوادونو لکه روس، چین،‌ ایران او پاکستان په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي ساتلي او په خپلو هېوادونو کې یې د طالبانو استازي منلي دي.

خو په کاناډا کې د پخواني‌ افغان حکومت سفیرې او د ښځو د حقونو فعالې شینکۍ کړوخېل امریکا غږ ته ویلي،‌ چې که امریکايي ډپلوماټان افغانستان ته سفر هم وکړي نو دوی به غیر فلتر شویو حقیقتونو ته لاس رسی و نه لري.‌

"طالبان به د خلکو او یا ښځو د ډلو له استازو سره لیدنو ته اجازه ور نه کړي او همداسې له مدني‌ او سیاسي فعالانو سره."

په ورته وخت کې ل پخوانیو افغان چارواکو سره چې په لوی فساد او ناکامیو تورن شوي هم د امریکا دوامداره لیدنې ځینې بې ګټې بولي.

د دوحې د تړون له مخې،‌ چې د ۲۰۲۰ کال په فیبروۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې،‌ امریکا ژمنه ده چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

امریکايي‌ چارواکي وايي، دوی د طالبانو پرضد د پوځي پاڅون ملاتړ نه کوي خو دا غوښتنه کوي چې هغوی دې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG