واشنګټن ــــ ملګري ملتونه وایي سره له دې چې طالبانو ځینو پرېکړو په افغانستان کې بشري مرستې زښته زیاتې اغېزمنې کړې دي خو وایي دا د دې وخت نه دی چې دوی د دې هېواد له خلکو سره مرستو ته شا کړي.
بل لور ته د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسیف وایي د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو له زیاتېدونکو بندیزونو او د بشري مرستو لپاره له کمېدونکې فضا سره سره به په افغانستان کې پاته وي او خپلو کارونو ته به دوام ورکوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رمیزالکبروف وایي، په روان 2023م کال کې له 23.7 ميلینه افغانانو سره د مرستې لپاره 4.62 امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.
ښاغلي الکبروف د چارشنبې- شورو په ورځ په څو ټویټونو کې ویلي، دغو پیسو ته د دې لپاره اړتیا ده چې له لوږې، ناروغیو او مړینې د افغانستان خلک و ژغوري:
"په افغانستان کې به د خلکو اړتیاوې حالت نور هم خراب کړي که بشري مرستو ته ځای پیدا نه شي او ډونر ادارې په تېزۍ سره ګام پورته نه کړي چې مرسته کوونکې ادارې د نړۍ تر ټولو لوی د مرستو عمل روان وساتي".
رمیز الکبروف له بشردوستانه ادارو او ټولې نړیوالې ټولنې غوښتي چې څومره یې په وس کې وي باید ویې کړي او په افغانستان کې خپلو مرستندویه کارونو ته دوام ورکړي.
الکبروف وایي د افغانستان مخکینۍ کنګل شوې پیسې هم باید خوشې کړل شي او په راتلونکي کې له دې هېواد سره د کېدونکو مرستو مخه ونه نیول شي:
"افغانستان په یو مهم پړاو کې دی او د هر چا مرستې ته اړتیا لري. اوس بیړنی لومړیتوب باید دا وي چې د کار په اوسني چاپېریال کې په ممکنه توګه بشردوستانه مرستې روانې وساتل شي چې د کاختۍ، ناروغیو او مرګونو مخه ونیول شي".
په افغانستان کې د یونیسیف د ادارې مشر فران ایکویزا وایي د اپرېل پر 19مه په یوه ویډیو کې خبرداری ورکړی چې افغانستان په دې ورځو کې له سخت بشري بحران سره مخ دی:
"په دغه هیواد کې د 15 میلینه ماشومانو په ګډون 28 میلینه خلک بشري او د ژغورنې مرستو ته اړتیا لري".
د یونیسف استازی وایي افغانستان اوس مهال د طبیعي پېښو، ناروغیو، لوږې او د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو د بندیز د پرېکړې له اغېزو سره مخ دی. ښاغلي ایکویزا ویلي:
"له ټولو خطرونو سره سره د مرسته کوونکو، سرکاري ادارو او په ټوله نړۍ کې د ښځو او سړیو په ملاتړ تاسو ته ډاډ درکولای شم، چې یونیسف په افغانستان کې پاتېدو، ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو ته ژمن دی".
د 2021م کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالې مرستې کمېدو او د افغانستان بېنک د نیژدې نهه ارب ډالره شتمنۍ کنګل کېدو دا هیواد له سخت بشري بحران سره مخ کړی دی.
د افغانستان لپاره د یونیسف استازي یو ځل بیا د بشري مرستو په رسولو کې د ټولو کارکوونکو په ځانګړي ډول د افغانو ښځینه کارکوونکو ونډه ډېره مهمه ګڼلې ده.
د یونیسف استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې مشر رمیز الکبروف دا خبرې په داسې وخت کړې دي چې ملګرو ملتونو ویلي، که په دې ونه توانیږي، چې د طالبانو حکومت د دوی په ادارو کې د ښځو کار کولو ته وهڅوي له افغانستانه به د وتلو پرېکړه وکړي.