لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کنټرول لاین ترڅنګ په هندي پوځیانو بمي برید کې پینځه هندي عسکر وژل شوي


د لانجمن کشمیر د ویشونکې پولې یا لاین اف کنټرول ترڅنګ سیمه مینډهر کې د شکمنو وسله والو په برید کې پینځه هندي پوځیان وژل شوي او یو بل سخت ژوبل شوی دی.

په جمو کې د هندي پوځ یو ویاند ویلي دا برید د زیارت/پنجشنبې په ماسپښین شوی چې پینځه عسکر په کې وژل شوي او بل سخت ژوبل دی چې داکټران یې د ژوند ژغورلو هڅې کوي.

ویاند ویلي برید کوونکو په پوځي ګاډو لاسي بم غورځولی چې "غالباً" هم له دې کبله په ګاډي اور لګیدلی دی.

ویاند لیفټننټ کرنل دیوندر انند ویلي د هندي پوځیانو ګادي د بهمبر ګلۍ نه د پونچهـ ضلعې د سنګیوټ نومې سیمې په لوري روان ؤ چې لاره کې پرې ترهګرو د لاسي بمونو برید کړی دی.

هغه ویلي د برید په مهال په سیمه کې سخت باران اورېدو او رڼا هم کمه وه چې د هغې څخه په استفاده ترهګر له سیمې تښېدلي دي.

هغه ویلي دې برید کې وژل شوي هندي پوځیان د راشړیه رایفلز یونټ اړوند وؤ چې په سیمه کې یې د تندلارو پرضد عملیاتو ترسره کولو دنده لرله.

د دې پېښې په وړومبیو اطلاعاتو کې ویلي شوؤ چې د هندي پوځیانو ګاډی باندې اسماني تندر راغورځیدلی چې د پینځوؤ هندي پوځيانو جسدونه یې نیم سوځولي دی.

د هندي پوځ ویاند ویلي دي چې د دې پېښې نور معلومات ترلاسه کولی شي.

په سیمه کې هندي پوځ د برید کوونکو د لټون لپاره په پراخه کچه عملیات پیل کړي دي.

د وسله والو په برید کې د پینځو هندي عسکرو د وژنې دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري د شنګهایي همکارۍ دسازمان د خارجه وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره راتلونکې میاشت کې هند ته روان دی.

د خارجه وزیرانو دغه غونډه په څلورم اؤ پینځم مئ دهند ګوا ښار کې راجوړیږي.

په دې وروستیو میاشتو کې دپونچهـ او راجوړي په سرحدي ضلعو کې دبیلتون خوښو تندلارو په فعالیتونو کې اضافه لیدل شوې چې له هغې وروسته دهند پوځ اؤ دنورو امنیتي شبکو ځواکونو په دې سیمو کې دترهګرۍ مخنیوي لپاره ګڼ شمیر ګامونه اخستي دي.

ددغو دواړو ضلعو پولې دپاکستان د واک لاندې کشمیر سره لګیدلي دي.

(د وي او ای اردو په مننه)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG