لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټویټر د نړۍ د مهمو شخصیاتو اؤ ادارو د اکاونټونو نه شنې نخښې لرې کړل شوې


په ټولنیزه رسنۍ ټویټر دنړۍ دګڼ شمیر مهمو شخصیاتو اؤ ادارو داکاونټونو نه شنه نخښه یا بلیو ټک ختم کړی شوی دی چې په دغو شخصیاتو کې دمایکرو سافټ کمپنۍ د باني بل ګیټس ترڅنګ دافغانستان پخوانی صدر اشرف غني اؤ دپاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان هم شامل دي.

پروسږکال په اکتوبر کې دنړۍ شتمن شخص ایلون مسک ددغه رسنۍ له اخستو وروسته اعلان کړی ؤ چې وروسته له دې به په ټویټر شنه نخښه یوازې هغه چاته ورکول کیږي څوک چې یې میاشتنی فیس ورکوي.

په پاکستان کې ددغه شنې نخښې ترلاسه کولو لپاره ټویټر میاشتنی فیس 2250 روپۍ ټاکلی دی اؤ دنړۍ نورو هیوادونو کې دا فیس د 8 نه تر 11ؤ ډالر تړل شوی دی.

ایلون مسک ویلي وؤ د20م ابریل نه به دټویټر داکاونټونو نه دویړیا شنې نخښې د لرې کولو لړۍ پیل کیږي اؤ ددغه نیټې سره سم دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې دګڼ شمیر وتلو شخصیاتو اؤ ادارو داکاونټونو نه شنې نخښې لرې کړل شوې دي.

دایلون مسک له لوري په ټویټر اکاونټونو د شنې نخښې دپیسو اخستو داعلان سره هم دټویټر ګڼ شمیر فعالانو، مهمو شخصیاتو اؤ‌ ادارو مخالفت ښودلی اؤ اندېښنې یې ښکاره کړي دي چې دې ګام سره به جعلي اکاونټونه هم دپیسو په زور داصلي اکاونټونو په توګه پېژندل کیږي.

په ټويټر دمایکرو سافټ کمپنۍ دباني بل ګیس دفالورز یا تعقیبوونکو شمیره 62.4 میلیونه ده خو دهغه داکاونټ نه شنه نخښه ختمه کړل شوې ده

دپاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان 19.1میلیونه خلکو تعقیب کړی دی خو اوس دهغه داکاونټ نه هم شنه نخښه ختمه کړل شوې ده.

دافغانستان دپخواني صدر اشرف غني فالورز یا تعقیبوونکي 11لکه دي اؤ دهغه داکاونټ شنه نخښه هم لرې کړل شوې ده.

دهندي فلمونو دوتلی ستوري امتیابهـ بچن دفالورز شمیره 48.4 ده اؤ شاه رخ خان 43.4میلیونه فالورز لري خو شنې نخښې ترې بېرته اخستل شوې دي.

دامریکې دنیویارک ټایمز ورځپانې دتعقیبوونکو شمیره 55میلیونه ده اؤ په شنه نخښه دپیسو اخستو داعلان سره یې مخالفت ښودلی ؤ چې اوس له دغې ادارې هم شنه نخښه لرې کړل شوې ده.

پاکستان کې د نورو سترو،سترو سیاستدانانو اؤ د ژوند دنورو مدونو سره دتړلو مهمو شخصیاتو،سیاسي ګوندونو اؤ ادارو داکاونټونو شنې نخښې هم ختمې کړل شوي دي.

دپاکستان دکومو مهمو سیاستدانانو داکاونټونو نه چې شنې نخښې ختمې کړل شوي هغې کې دپیپلز ګوند بلاول بوټو زرداري ،دمسلم لیګ نواز ګوند مریم نواز،دتحریک انصاف شاه محمود قریشي،دجماعت عملء اسلام مولانان فضل الرحمان ،دعوامي نیشنل ګوند ایمل ولي خان،دجماعت اسلامي سراج الحق، دپښتون تحفظ موومنټ منظور احمد پښتین، دملي جمهوري غورځنګ محسن داوړ اؤ داسې ګڼ نور شامل دي .

همدا شان پاکستان کې دګڼ شمیر سیاسي ګوندونو، غیر دولتي سازمانونو اؤ دولتي محکمو داکاونټونو نه هم شنې نخښې بیرته اخستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG