لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي سرلښکر د اختر وړومبۍ ورځ باجوړ کې په افغان پوله ګمارل شوؤ پوځیانو سره تېره کړې ده


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر د اختر په وړومبۍ ورځ (خالي-شنبه) د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې باجوړ ته ورغلی اؤ دغلته یې د افغانستان سره په ګډه پوله ګمارل شوؤ پوځیانو سره د اختر ورځ یو ځائ تېره کړې ده.

د پوځ د ویاندې ادارې ایي ایس پي ار د بیان له مخې په دغه موقعه پوځي سرلښکر ویلي، د پاکستان پوځ د خپلو سرحدونو د دفاع کوټلې ولوله لري.

هغه ویلي پوځ دخپل هیواد دسلامتۍ باوري کولو لپاره هرې خطرې شنډولو ته هر وخت چمتو دی اؤ دخپلې خاورې دحفاظت نه ورته هیڅ څه مقدس نه دي.

جنرال عاصم منیر په دغه موقعه پوځیانو ته خپله وینا کې ویلي باید هغه زړور اؤ تورزن عسکر کله هم له پامه ونه ویستل شي چې دخاورې ددفاع اؤ دترهګرۍ دلعنت ختمولو لپاره یې دخپل ژوند قربانۍ ورکړې دي.

باجوړ دافغانستان دپولې سره لګیدلې دخېبر پښتونخوا هغه قبایلي سیمه ده چې وخت په وخت دغلته په امنیتي ځواکونو،سیاسي اؤ ټولنیزو مشرانو د بریدونو رپورټونه مخې ته راځي.

په کال 2014م کې تر ضرب عضب عملیاتو وړاندې پاکستاني طالبان په باجوړ کې زیات فعاله وؤ اؤ دغلته یې باقاعده خپل شرعي عدالتونه هم جوړ کړي وؤ خو وروسته چې په سیمه کې پوځ دترهګرو پرضد عملیات وکړل نو هغه وخت حکومت اؤ‌ پوځ ویلي وؤ چې په سیمه کې یې دقانون واکمني ټينګه کړې ده.

په قبایلي ضلعه باجوړ کې په دې وروستیو کې هم ګڼ شمیر ترهګریز بریدونه اؤ هدفي وژنې شوي چې په هغې کې دګڼو ذمه وارۍ داعش اؤ تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې دي.

په دې وروستیو کې دسیمې خلکو ددغو بریدونو پرضد احتجاجي مظاهرې اؤ پرلتونه هم کړي دي.

تېره اوونۍ په 18اپریل هم په باجوړ کې دترهګرۍ اؤ دخلکو دجبري بې درکیو پرضد دپښتون ژغورنې غورځنګ لخوا یو ستر احتجاج شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG