لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د اوکراین جګړې لپاره د څلور لکه رضاکار جنګیاليو د برتي کولو هڅې کوي


واشنګټن - د برطانیې د دفاع وزارت پخپل یو تازه استخباراتي رپوټ کې ویلي چې روس غواړي د اوکراین جګړې لپاره "رېښتیني نارینه" برتي کړي.

په دې غرض په لويو کتبو، ټي وي ګانو او ټولنیزه رسنیو باندې اشتهارات چلول کیږي چې خلک د روس په پوځ کې خپله نوم لیکنه وکړي او ورسره د مالي اعزازاتو خبره هم خپریږي.

د برطانيې دفاع وزارت لیکي قوي ګمان لري چې نه ښکاري روس څلور لکه رضاکار ددغې جګړې لپاره درک کړي.

اوکراین نوي بندیزونه په هغه خلکو او شرکتونو اعلان کړي کوم چې روس لخوا په اوکراین ورتپل شوې جګړه کې پانګونه او یا مرسته کوي.

د خالي/شنبې په شپه خپله وینا کې د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي ویلي کیېف په 322 هغه شرکتونو بندیزونه پرځای کړي چې د روس عسکرو ته اوکراین جګړې لپاره وسله او عسکري سامانونه جوړوي.

ده زیاته کړه اضافه بندیزونه يې په هغه اشخاصو او شرکتونو لګولي چې په روس د لګول شوو بندیزونو پروا نه کوي.

ښاغلی زېلنسکي وایي، دا په دې غرض چې په روس د لګول شوو بندیزونو د سرغړونه کولو موقعې هم ختم کړل شي. څومره چې د روس جنګي اقتصاد پرضد بندیزونه سختیږي هم دومره زر به جګړه پای ته رسیږي.

د غربي نړۍ لخوا په روس د بندیزونو سره تر دې وخته د روس د ارب پتیانو په دولت کې کوم کمی نه دی راغلی.

د نړۍ د ارب پتیانو فاربز په نوم فهرست کې د روس ارب پتیانو دولت په کال 2023 کې تر نیم ټریلینه رسیدلی. د روس د ارب پتیانو مجموعي اثاثې چې په کال 2022 کې 353 اربه وې په کال 2023 کې 505 اربه ته رسیدلي دي او د روس ارب پتیانو په فهرست کې 22 نور نومونه شامل شوي چې ټوله شمیره يې اوس 110 ته رسیدلې ده.

دې 110 شتمنه کسانو کې هغه روسايي غټ شتمنه نه دي شامل چې د روس شهریت نه لاس په سر شوي. دا په داسې وخت چې د غربي نړۍ لخوا په روس بندیزونه لګول شوي او تیر کال د روس اقتصاد ٪2.1 کم شوی وو.دا خبره فاربز کړې ده.

تازه میزایلي حملې

رایټرز خبري اداره وايي لږترلږه پینځه میزایلې د اوکراین په ختیځه برخه کې په خارکیف او شاوخوا سیمو کې غورځیدلي او د عامو خلکو ودانۍ يي د ځایي اوسیدونکو په وینا غورځولې دي.

بلخوا د روس دننه سرحدي ښار بلګراد کې درې زره پورې خلک واپس خپلو کورونو ته ستانه کړی شوي دي. دغه خلک د پوځ لخوا د بم ناکاره کولو په وخت د خپلو کورونو ویستل شوي وو.

یاده دې وي د تیر زیارت/پنجشنبې په ورځ د روس سوخويي 34 ډوله جنګي جازونو په خطايې سره په خپل ښار بمباري کړې وه او د روس چارواکي وايي دغه کې درې تنه ژوبل شوي.

روس لخوا د جرمني سفارتکارو ویستل

روس د خالي/شنبې په ورځ اعلان کړی چې دوی د 20 زیات د جرمني سفارتکار د خپل هیواد نه اوباسي. دا خبره د روس سرکاري ریا نووستي خبري ادارې کړې ده.روس دا ګام پس د هغې اخېستې چې جرمني لمړی د 20 نه زیات د روس سفارتکار د خپل هیواد څخه ویستلي.

د جرمني خارجه وزارت ویلي دواړه هیوادونه په خپلو سفارتخانو کې د سفارتکارو شمیر راکمول غواړي، خو رایټرز خبري اداره وايي جرمني غواړي د روس استخباراتي حضور خپل هیواد کې راکم کړي. د جرمني چارواکو د خلې خبري اداره لیکي چې هم په دغه سبب يې د روس سفارتکار له هیواده ځي خو دوۍ د روسايي سفارتکارو شمیر ونه ښودو.

بلخوا د روس خارجه وزارت په جاري شوي بیان کې ویلي؛ د جرمني چارواکو په ګڼ شمیر د روس سفارتکارو د جرمني نه د ویستلو پریکړه کړې. په بیان کې راغلي: "مونږ د برلن دا ګام په سختۍ سره غاندو کوم چې د روس او جرمني ترمینځ پراخه اړیکو ته زیان رسوي."

په اوکراین د روس د حملې سره د دواړه هیوادونو اړیکي خرابې شوي ددغې وړاندې جرمني د روس زیات تیل او ګیس بیعه کونکی هیواد وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG