لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د امریکا هغه پټ اسناد رد کړي چې ګنې افغانستان د داعش د فعالیتونو په مرکز بدل شوی


په افغانستان کې واکمنو طالبانو د امریکا د دفاع د محکمې( پنټاګان) هغو پټو اسنادو ته جعلي ويلي او رد کړي يې دي په کومو پټو اسنادو کې چې ويل شوي افغانستان یو وارې بیا د وسله والې ډلې داعش د فعالیتونو مرکز بلل شوی دی.

امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ کې په خپور شوي رپورټ کې د پنټاګان د پټو اسنادو په اساس ويل شوي، چې د صدر باییډن لخوا افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ویستل کیدو راپدېخوا تر دوو کلونو هم کمه موده کې افغانستان د داعش لپاره د همغږۍ یا رابطو په مرکز بدل شوی دی.

دغه خفیه دستاویزاتو کې ویل شوي چې افغانستان کې موجود ترهګر د یو بل سره تماس کې دي او په اروپا او ایشیا کې د ترهګریزو بریدونو پلانونونه جوړوي.

د واشنګټن پوسټ د رپورټ له مخې د بایډن انتظامیې مخې ته د راغلو دې اسنادو د پخلي کولو نه ډډه کړې ده.

او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د دغو اسنادو رپورټ خپرېدو ته په غبرګون کې ويلي، "د امریکا د دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی جعلي سند، د همېشني پروپاګند برخه ده ځینو غربي رسنیو راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د امریکا د دفاع وزارت یو ډاګیزه شوی سند ښيي چې افغانستان په اصطلاح د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی، موږ دا ادعا په کلکه ردوو".

په یاد رپورټ کې ویل شوي چې افغانستان کې موجود ترهګر دامریکا پرضد هم سازشونه کوي.

رپورټ کې د پنټاګان د خفیه دستاویزاتو په حوالې ورکولو سره ویل شوي چې داعش په سفارتخانو،کلیساوو، کاروباري مرکزو او فیفا نړیوال کپ د بریدونو پلان هم جوړوي .

او ذبیح الله زياته کړې ده، "د افغانستان اسلامي امارت په هیواد باندې بشپړ کنټرول لري او هيڅ چاته اجازه نه ورکوي چې افغانستان د کوم بل هیواد د امنیت په ضد استعمال شي، خصوصا د داعش غوندې فتنه ګره ډله سخته ځپل شوې او د محوې کیدو په حال کې ده".

د واشنګټن پوسټ د رپورټ له مخې، د دفاع محکمې په خفیه اسنادو کې افغانستان کې د القاعده یو ځل بیا د فعاله کیدو په باب له هیڅ نه دي ویل شوي.

د پنتاګان دا پټ سند ښایي چې دامریکې د دفاع محکمې چارواکو پروسږکال د دسمبر میاشت کې په افغانستان کې د داعش ډلې د مشرانو له خوا د نهو پلان شوو سازشونو په هکله معلومات تر لاسه کړي وو، خو په تېره فبرورۍ کې یې بیا ددې پلان شوؤ سازشونو شمېره پنځلسو ته لوړه شوې وه.

سږکال په 23م مارچ د امریکا د سنټرل کمانډ (سېنټکام) مشر جنرال مایکل کوریلا د امریکې قانون سازانو ته ويلي وو چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د داعش د افغان څانګې چې داعش-خراسان ډلې په نوم پېژندلی کیږي د خال خال نښتو باوجود، داعش خراسان ترهګره ډله دې ته نزدې شوې چې خپله جګړه د افغانستان د سرحداتو نه بهر پراخه کړي.

افغانستان کې د داعش د فعالیتونو پراخه کېدو په هکله د پنټاګان داپټ سند په داسې حال کې مخې ته راغلي چې هم د روانې میاشتې په پیل کې په افغانستان د واکمنو طالبانو ویاند پخپله یوه مرکه کې دافغانستان دننه دداعش دفعالیتونو پراخېدو دعوې رد کړې وې.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله دغه مرکه کې چې دافغانستان د دولتي ټي وي د لارې خپره شوې وه، د امریکایي چارواکو هغه وروستي بیانونه رد کړي وو چې وایي داعش-خراسان په افغانستان کې زور اخستی او دا به وکولی شي چې د افغانستانه بهر حملی وکړي.

مجاهد دا دعوې یوازې پروپګېنډې بللې وې، خو د کوم ځانګړي هیواد نوم یې نه وو اخستی چې څوک دا پروپېګنډې کوي.

داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېر څه باندې یو نیم کال کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG