لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو پخواني سېکرېټري جنرل بان کي مون په ناڅاپي سفر میانمار ته تللی دی


واشنګټن - د ملګرو ملتونو پخوانی سېکرېټري جنرل بان کي مون، د اېلډرز په نوم د پخوانیو سیاستدانانو د یوې ډلې په استازیتوب چې په نړۍ کې د امن راوړلو او بشري حقونو په برخه کې فعالیت کوي، په ناڅاپي سفر میانمار ته تللی دی.

دا خبر د میانمار یوې ځایي رسنۍ او همدا شان د جنوبي کوریا یو سفارتکار د ګل/دوشنبې په ورځ ورکړ.

په میانمار کې پوځيان حکومت چلوي او د ګل/دوشنبې په ماښام د هغه هېواد سرکاري ټي وي، اېم آر ټي وي رپوټ ورکړ چې د اېلډرز تنظیم نایب بان کي مون د میانمار په پایتخت نېپيداو کې له پوځي مشر جنرل مېن آنګ لېنګ سره ملاقات کړی دی. په رپوټ کې وویل شول چې دواړو کسانو په یو دوستانه، مثبت او پرانېستي بحث کې د میانمار د اوسني صورتحال په اړه خپل خیالات تبادله کړل.

د میانمار سرکاري ټي وي د دې ملاقات نور جزئیات نه دي څرګند کړي خو ویلي یې دي چې په دې کتنه کې د هغه هېواد د دفاع او خارجه چارو وزیران هم موجود وو. د رپوټ ترمخه، بان کي مون د اتوار/يکشنبې په ورځ د یو وړوکي وفد سره میانمار ته ورسېد او هلته کې د خارجه او دفاع نایب وزیرانو هرکلی ویلی دی. سرکاري ټي وي دا هم ویلي چې ښاغلی بان کي مون د ملاقاتونو وروستو، د ګل/دوشنبې په ماښام بېرته واپس تللی دی.

بان کي مون، پخوا د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل و او یو وخت د جنوبي کوریا خارجه وزیر هم پاته شوی و. میانمار ته اوس د هغه د سفر نه په یقین ښکاري چې توجو یې د هغه هېواد جاري سیاسي بحران ته و.

د جنوبي کوریا یو سفارتکار چې غوښتل نوم یې پټ وساتلی شي، خبریالانو ته ویلي چې میانمار ته د بان کي مون دا وروستی سفر، د اېلډرز په نوم د پخواني سیاستدانانو د تنظیم له اړخه و او د جنوبي کوریا حکومت په کې هېڅ قسمه کردار نلري. هغه زیاته کړه چې دا کوم رسمي سفر نه و.

د اېلډرز تنظیم په ۲۰۰۷ کال کې د جنوبي افریقې د پخواني مشر نېلسن منډېلا له خوا جوړ کړی شو چې اکثره ممبران یې د نړۍ ریټایرډ شوي سیاستدانان دي. دې ډلې تر اوسه د بان کي مون د سفر په اړه څه جزئیات ندي څرګند کړي.

د میانمار د پوځي حکومت ترجمان د بي بي سي خبریال ته ویلي چې ښاغلي بان کي مون د میانمار د پخواني صدر ټین شین سره هم ملاقات کړی دی. د بي بي سي د رپوټ ترمخه، د آنګ سان سوچي سره یې ملاقات ندی کړی. آنګ سان سوچي د ۲۰۲۱ کال د فبروري میاشتې راهیسې د پوځ په حراست کې پاته ده.

له هغه وخته چې په میانمار کې د آنګ سان سوچي په حکومت باندې کودېتا شوې او پوځ واک اختیار په لاس کې اخېستی دی، هغه هېواد د ناامنۍ او تشدد ښکار پاته شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG