لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشهور لیکوال او نقاد طارق فتح د نړۍ نه سترګې پټې کړې


واشنګټن (وي او اې اردو سروس) - مشهور کالم لیکوال او ناقد طارق فتح چې پیدایش یې په پاکستان کې شوی و، د دري اویا کلونو په عمر، په کېنېډا کې مړ شو.

هغه په کېنسر ناروغۍ اخته و او د ډېر وخته په هسپتال کې بستري و.

د طارق فتح د مړینې خبر د هغه لور نتاشا فتح په یو ټوېټر پیغام کې ورکړ. نتاشا فتح پخپل ټوېټر ولیکل:

«د پنجاب شېر، د هندوستان بچی، د کېنېډا مین، د حقیقت ویونکی، د انصاف مبارز، د مظلومو او نظراندازه شوو خلکو آواز طارق فتح» له دنیا سترګې پټې کړې.

نتاشا فتح زیاته کړې چې د پلار انقلاب به یې جاري پاته وي.

طارق فتح څوک و؟

طارق فتح په کال ۱۹۴۹ کې په پاکستان کې نړۍ ته سترګې پرانېستلې او په ۱۹۸۰مې لسیزې کې د پاکستان ته کېنېډا ته ولاړ او هماغلته مېشت شو.

په کېنېډا کې هغه د یو سیاسي کارکن، خبریال، او د ټېلي وېژن د پروګرام کوربه په حیث کار وکړ او څو کتابونه یې هم ولیکل. د هغه په کتابونو کې "د یو سراب پسې تلل: د یو اسلامي دولت غمجن دوکه کوونکی نظر" هم شامل دی. بل کتاب یې د مسلمانانو او یهودانو د تعلقاتو په اړه لیکلی چې عنوان یې دی: "یهود زما دښمن ندی".

طارق فتح ّه سوشل مېډیا ګڼ شمېر فالووران درلودل. هغه د خپلو ترقي پسنده خیالاتو او د پاکستان په اړه د شدیدو دریځونو په وجه یې پېژندل کېده. طارق فتح ته د هغه د نظریاتو په وجه، د سختدریځو له خوا ګواښونه هم کېدل.

هغه وخت چې طارق فتح په پاکستان کې و، د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو ترمنځ دوه ځله قید کړی شو. په کال ۱۹۷۷ کې جنرل ضیآ الحق په هغه باندې د غدارۍ تور ولګولو او هغه یې د صحافت د کار نه هم منعه کړ. په ۱۹۸۹ کال کې طارق فتح کېنېډا ته ولاړ.

طارق فتح پخپل بلاګ کې د ځان په اړه لیکلي دي چې: "زه په پاکستان کې یو پیدا شوی هندوستانی یم، په مسلمانې کورنۍ کې پیدا شوی یو پنجابی یم، په یو مسلمان شعور سره کېنېډا کې یو جلا وطنه یم، کوم چې په ځوانۍ کې د کمیونسټي نظریاتو نه متاثره و."

طارق فتح پاکستان کې د توهین رسالت په قوانینو، د مذهبي اقلیتونو سره په جاري سلوک او فشار، او د ترهګرو ډلو په مبینه حمایت باندې په ښکاره تنقید کولو. هغه به اکثره په هند کې د نرېندرا مودي په مشرۍ د بهارتیا جناتا پارټۍ (بي جې پي) د حکومت ملاتړ اظهار کولو.

طارق فتح د پاکستان سرسخته ناقد او د هغو بلوڅو بېلتون پالو ډلو ملاتړی وو کوم چې د بلوچستان د آزادۍ دپاره جنګیږي.

د طارق فتح په مړینه غبرګونونه:

د طارق فتح په مړینه، په سوشل مېډیا باندې ګڼ شمېر سیاستدانانو، لیکوالانو او د طارق فتح مینه والو هغه ته خرج عقیدت پېش کوي او په اړه یې غبرګونونه مخې ته راځي.

د کېنېډا یو سنېټر لیو هوساکوس پخپل ټویټر، د نتاشا فتح ټویټ ته په جواب کې چې خپل پلار یې "د پنجاب شېر، د هندوستان بچی، د کېنېډا مین، د حقیقت ویونکی، د انصاف مبارز، د مظلومو او نظراندازه شوو خلکو آواز طارق فتح" یاد کړی، لیکلي دي: "طارق فتح په حقیقت کې دا هرڅه و، او هغه یو ستر کېنېډایي و. خو هغه یو د محبت وړ پلار هم و. نتاشا، تا او ستا کورنۍ سره زما ژوره غمشریکي ده."

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني هم د طارق فتح په مړینې خواشیني ښودلې او پخپل یو ټویټ کې یې ویلي دي: "د طارق فتح په مړینه ډېر زیات خفه شوم. ما اول ځل د هغه سره په کال ۱۹۷۲ کې لیدلي و. د هغه په مړینې سره، د نیمې پیړۍ سخت بحثونه، شدید اختلافات، د علم او نظریاتو تبادلې، او اکثره هغه خندا او ملګرتوب ختم شو چې په دې عصر کې نایابه دي او خلک نه پوهیږي چې څنګه دا ټول شیان رایوځای کړي."

پاکستان کې د لادرکه شوو بلوڅانو دپاره د غږ پورته کوونکي تنظیم مشر ماما قدیر بلوڅ هم د طارق فتح په مړینه غمشریکي ښودلې او په یو بیان کې یې د بشري حقونو، جمهوریت، او سېکولریزم په حق کې د هغه د هلو ځلو قدرداني کړې ده او ویلي یې دي: "هغه (طارق فتح) له ځانه د فکره ډک تجزیې او په اصولو ولاړ فعالیت میراث پرېښود چې آینده کهولونه به هم حوصله افزايي ورکړي."

قام پرسته بلوڅ سیاسي فعال لطیف بلوڅ پخپل ټوېټر لیکلي دي: "طارق به تل په هر فورم کې، د بلوڅانو په نسل وژنې، ریاستي جبر، او په بلوچستان کې د بشري حقونو د روانو خلاف ورزیو په ضد خپل آواز اوچتولو، خبرې یې کولې، او لیکنې به یې کولې. کله چې سردار عطا الله مېنګل څو کاله وړاندې د علاج په خاطر متحده عرب اماراتو ته تللی و، نو طارق فتح په خصوصي توګه د کېنېډا نه د هغه د لیدو دپاره متحده عرب اماراتو ته ورغلی و."

د فلم مشهوره ډایرېکټر وویک رنجن اګني هوتري په یو ټویټ کې لیکلي: "یو او واحد طارق فتح و. بهادر، ټوقي، آګاه، تېز خیاله، عظیم خطیب، او یو زړه ور مبارز."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG