لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند سپریم کورټ د هغې تاریخي مقدمې اورېدنه کوي چې همجنسانو ته د واده اجازه ورکړل شي که نه


واشنګټن ــــ د هندوستان سپریم کورټ د هغې تاریخي مقدمې د دلایلو اورېدنه کوي چې د هم جنس کسانو تر منځ د واده د قانوني کولو په اړه درج شوې ده او دا هغه حق دی چې تر اوسه د نړۍ په 34 هېوادونو کې ورکړل شوی دی.

دا مقدمه د ایل جي بي ټي کیو یا د همجنس پرستانو د جوړو له خوا تر یو شمېر درخواستونو وروسته درج شوې ده چې پکې ویل شوي د هند آیین د جنس په بنیاد د توپیري چلند اجازه نه ورکوي او هر چاته حق ورکوي چې د خپلې خوښې له تن سره واده وکړي.

د درخواست ورکوونکو له وکیلانو څخه یوه هم د بشري حقونو فعاله او وکیله وریندا ګروور ده، هغې عدالت ته ویلي:

"موږ چې د دې عدالت مخته څه خبره کوو هغه د واده او کورنۍ په اړه یو نوی تصور دی چې بنیاد یې په مینه، پاملرنه او احترام کې دی".

د هندوستان د هندو ملتپالو حکومت او د دې هېواد د هندوانو، مسلمانانو، سیکانو، عیسایانو او جین مت مذهب مشرانو له هم جنس کسانو سره د واده کولو سخت مخالفت کړی دی.

حکومت د یو جنس لرونکو کسانو تر منځ پر واده باندې نیوکه کړې او دا یې "یواځې ښاري اشرافي تصور" بللی چې وایي د دې هېواد له ټولنیزو اخلاقو ډېر لرې دی.

د هند حکومت عدالت ته ویلي چې دا ډول ودونه به د ملک ټولنیزو او مذهبي اقدارو ته تاوان ورسوي.

مذهبي مشرانو هم په دې اړه اندېښنې ښکاره کړې دي او ویلي یې دي چې د دې هېواد د "فطري کورني نظام" لپاره به د یو جنس د کسانو واده او یووالی څه معنا ولري.

خو د هم جنسانو د واده پلویان او عدالت ته درخواست ورکوونکي دلیل وايي چې د وخت په تېرېدو سره د واده تصور بدل شوی دی. وکیل موکول روهتګي وایي:

"مخکې موږ د کم عمرۍ ودونه لرل، د لنډ وخت ودونه هم وو، یو تن څه ځله واده کولای شو، هغه هم بدل شول".

د دې مقدمې اورېدنه د اپرېل پر 18مه د عدالت د پینځه کسیز بېنچ په وړاندې پیل شوې ده چې مشري یې چیف جسټس ډي وای چندرچوړ کوي، د اورېدنې بهیر لایو یا مخامخ پر یوټیوب خپرېږي.

دې مقدمې په هند کې تاوده بحثونه را پارولي چې ځینې کسان ورسره اتفاق کوي او ځینې بیا د دې کلک مخالفت کوي او وایي دا به د دې هېواد پر ټولنیز ژوند او د خلکو پر کلتوري اقدارو ناوړه اغېز ولري.

د حکومت استازي سرکاري وکیل توشر مهتا عدالت ته د وړاندې کېدو په وخت د هم جنس کسانو تر منځ د واده په اړه د عدالت پر اختیار پوښتنه را پورته کړې او وایي قاضیان نه یواځې پارلمان په دې قانون کې بدلون راوستلای شي.

د هندوستان د حکومت د اټکل په بنیاد په دې هېواد کې د همجنسانو شمېر دوه نیم میلینه دی خو د دوی د حقونو لپاره مبارزه کوونکي بیا دعوه کوي چې دا شمېر تر 100 میلینه هم زیات دی.

دا نه ده معلومه چې د هند عدالت به د دې مقدمه پرېکړه کله واوروي، خو دوه همجنس کسان اتکرش سکسینه او اننیا کوټیا تمه لري چې ژر به قانون دوی ته اجازه ورکړي چې د خپل واده لپاره پلان جوړ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG