لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران هغه کاروبارونه تړي چې د حجاب خیال نه ساتي


واشنګټن – ایراني چارواکو په ټول هېواد کې په زیات شمېر هغه دوکانونه او تجارتونه تړلي دي، چې د هغوی په وینا د حجاب کولو د لازمي قانون خیال یې نه ساته.

د راپورونو له مخې، د ایران د کرمانشاه د پولیسو قومندان علي اکبر جاوېدان ویلي، چې د عامه ځایونو د څار څانګې له اړوندو ادارو سره د حجاب د پلان پلي کېدل پیل کړي.

جاوېدان ویلي، ۴۵ تجارتونه یې وروسته له هاغې بند کړي چې د حجاب ساتلو د قانون خیال یې نه ساته او په دې اړه یې خبرداري ته پام نه و کړی.

ایران په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د حجاب ساتلو د څار پروګرام پیل کړی چې په زوره په ښځو باندې حجاب واغوندي خو زیاتې ښځې لیدل کېږي چې ددغه قانون خیال نه ساتي.

د امریکا غږ فارسۍ څانګې په وروستیو اونیو کې ګنې داسې ویډیوګانې ترلاسه کړي چې پکې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښځې ښکاری چې حجاب نه پلی کوي.

د ایران دولتي خبري رسنۍ ویلي، د لازمي حجاب کولو دغه پروګرام د اپرېل په ۱۵ نېټه پیل شوی.

تر دې یوه اونۍ مخکې، د ایران د ملي پولیسو مشر احمد رضا رضان ویلي‌ و چې چارواکي به په پرمختللې توګه د حجاب ساتل وڅاري چې په هغو کې به کوڅو کې کامرې هم وي چې هغه ښځې وموموي چې د حجاب له قانون څخه سرغړونه کوي.

د حجاب په اړه د ایران قانون له ښځو غواړي چې په عامو ځایونو کې حجاب واغوندي او خپل وېښته پټ وساتي.

په ایران کې له پولیسو سره د مهسا امیني له مړینې وروسته زیاترو ښځو له دغه قانون سره مخالفت کړی.

۲۲ کلنه کردۍ مهسا امیني په دې تور د پولیسو لخوا نیول شوې وه چې شرعي حجاب یې نه و کړی او بیا له پولیسو سره د هغې مړینې په ټول ایران کې لاریونونه راوپارول.

امنیتي ځواکونو لاریونونه وځپل او د بشري حقونو د فعالانو خبري ادراې خبر ورکړی چې د جنورۍ تر لومړیو پورې په دغو لاریونونو کې ۵۱۶ کسان وژل شوي چې ۷۰ تنه یې ماشومان وو.‌

د بشري حقونو د څار امریکا مېشتې ادارې خبر ورکړی چې د ایران په لاریونونو کې تر ۱۹۲۰۰ زیات کسان نیول شوي‌ چې په هغو کې ۶۸۷ زده کونکي هم دي.

که څه هم د حجاب نه کولو له امله ښځې نیول کېږي خو بیا هم په مالونو، ریسټورانټونو، دوکانونو او سړکوو باندې په زیات شمېر ښځې لیدل کېږي چې د ایران حجاب نه کوي.

د پولیسو د مخکیني ګواښ‌ سره سره زیاتې ښځې لیدل کېږي چې عامه ځایونو کې ټکري نه په سروي او بیا خپل دا ډول انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG