واشنګټن - ایران د زیارت/پنجشنبې په ورځ په خلیج عمان کې د تېلو په یو ټېنکر چې د مارشال آیلېنډز جنډه ورباندې لګېدلې وه، قبضه ولګوله. خلیج عمان د خلیج فارس په خله کې پروت دی او د تېلو د نړېوالې سپلائی مهمه سمندري لاره بلل کیږي، او ایران په داسې حال کې په دې اوبو کې د تېلو یو ټېنکر پخپله ولقه کې نیولی چې د تهران د جوهري پروګرام په سر تناوونه سېوا شوي دي.
په منځني ختیځ کې د امریکا د سمندري قواوو پنځم لمبر فلیټ ویلي دي چې د ایران په قبضه کې راغلی تېل وړونکی سمندري جهاز، اېډوانټېج سویټ نومیږي. په مرین ټرافیک ډاټ کام ویب سایټ باندې د سټلایټ د لارې څارونکې ډېټا ښيي چې د زیارت/پنجشنبې په ماسپښین د تېلو دغه سمندري ټېنکر خلیج عمان کې، او د عمان پایتخت مسقط شمال پلو ته نږدې رسېدلی و. دا ټېنکر د کویټ نه د امریکا د ټېکساس ایالت هیوسټن ښار ته روان و.
د امریکا سمندري ځواکونه وایي، دغه تېل وړونکي جهاز په ځايي وخت د ماسپښين په یوه بجه و پنځلس دقیقو، کله چې په نړېوالو اوبو کې ایران ورباندې ولقه لګوله، نو د پرېشانۍ خبر یې ورکړی و.
د امریکا د سمندري ځواکونو پنځم لمبر فلیټ په یو بیان کې خپل ویلي دي: "د ایران اقدامات د نړېوالو قوانینو سره په ټکر کې او د خطې امن او استحکام دپاره خلل پیدا کوونکي دي. ایران ته په کار ده چې په فوري توګه دې د تېلو دغه ټېنکر آزاده کړي."
د پنځم فلیټ ترجمان کمانډر ټیموټي هاکېنز، د اې پي خبري ادارې ته وویل، د امریکا سمندري ځواکونو په باور، د ایران سپاه پاسداران انقلابي ډلې دا تېل وړونکی جهاز قبضه کړی و، مګر وروسته د دې ځواکونو یو جهاز دا تصدیق کړه چې د ایران سمندري قواوو هغه ټېڼکر نیولی دی.
بل اړخ ته د ایران سرکاري خبري رسنۍ، اېرنا ویلي دي ایران پس د هغه د تېلو ټېنکر پخپل ولقه کې راووست چې "تېره شپه په خلیج فارس کې یو نامعلومه جهاز د یو ایراني جهاز سره ټکر وکړ او له امله یې څو تنه ایراني عملې لادرکه او زخمیان شول." اېرنا پخپل رپوټ کې دا ندي ویلي چې په ټکر کې شامل هغه بل جهاز کوم یو وو.
اېډوانټېج سویټ ټېنکر د شورو/چهارشنبې په ورځ په خلیج فارس کې و، مګر د تګ د مسیر ریکارډ یې چې د هرمز تنګۍ نه تېر شوی، هېڅ کوم غیرمعمول پېښه نه ښيي.