لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملگرو ملتونو سیکوريټي کونسل د ښځو په اړه د طالبانو اقدام وغندلو


رویټرز (واشنګټن) - د ملګرو ملتونو سېکوریټي کونسل یا امنیت شورا د زیارت/پنجشنبې په ورځ په متفقه رایو باندې د طالبانو د حکومت هغه بندیز وغندلو چې افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغانو ښځو په کار کولو لګولی دی. امنیت شورا د طالبانو په مشرانو غږ وکړ چې د ښځو او جېنکو په حقونو باندې لګول شوي محدودیتونه دې "په فوري توګه" لېرې کړي.

د سیکورېټي کونسل په قرارداد کې – چې مسوده یې متحده عرب اماراتو او جاپان پېش کړې وه – د طالبانو له اړخه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د زنانه کارکوونکو په کار بندیز، "د ملگرو ملتونو په تاریخ کې بې مثال" بلل شوی او ویل شوي دي چې "په افغاني معاشرې کې د ښځو کردار ناګزیر" دی. قرارداد زیاتوي، افغانې ښځې ملګرو ملتونو ته د کار کولو نه منعه کول "بشري حقونه او بشردوستانه اصول ځپي."

په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب اماراتو سفیرې لانا نسیبه وویل چې څه باندې نېوي (90) ملکونو دا قرار داد سپانسر کړ چې په کې "د افغانستان نږدي ګاونډي ملکونه، د اسلامي نړۍ ملکونه او د نړۍ له هرګوټ څخه ملکونه" شامل و.

د متحده عرب اماراتو سفیري د ملګرو ملتونو سېکوريټي کونسل ته په خبرو کې وویل، "په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښځې د معاشرې نه حذف کړی کیږي، نړۍ به چوپه نه کښيني."

د ملگرو ملتونو امنیت شورا دا قرارداد په داسې وخت کې په متفقه ډول منظور کړ او د طالبانو اقدامات یې وغندل چې څو ورځې پس، د مې د اولې نه بیا تر دوېمې نېټې پورې په دوحه کې د افغانستان په حوالې سره نړېواله ناسته جوړېدونکې ده. دا غونډه به د ملګرو ملتونو د سېکرېټري جنرل انټونیو ګوټېرش په کوربه توب د بندو دروازو تر شا وي او هغې کې به د افغانستان دپاره د مختلفو ملکونو ځانګړي استازي هم موجود وي چې د طالبانو سره د رویې د څرنګوالي په باب یو متحد نظر باندې کار وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا نایب سفیر رابرټ ووډ پخپل وار سره سېکوريټي کونسل ته وویل: "مونږ به د طالبانو له اړخه پر ښځو او جېنکو باندې جبر کولو ته چوپ پاته نشو. دا فیصلې یې د دفاع وړ ندي. داسې کړنې د نړۍ په هېڅ بله برخه کې نه لیدل کیږي."

هغه زیاته کړه چې د طالبانو دغسې کارونه به افغانستان ته ناقابل تلافي زیان ورسوي.

یاده دې وي چې د روانې اپرېل میاشتې په اوایلو کې، په افغانستان واکمنو طالبانو امر وکړ چې افغانې ښځې دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې نور کار نه کوي. تر دې وړاندې یې په ډسمبر میاشت کې ښځې د بشري امداد رسولو په غیردولتي تنظیمونو کې هم له کاره منعه کړې وې.

افغانستان کې د جمهوریت نظام د ړنګېدو او واک اختیار ته د طالبانو د رسېدو وروستو، طالبانو په ښځو او جېنکو باندې بندیزونه او محدودیتونه لګولي، ښځې یې په اکثرو حکومتي ادارو کې د کار کولو نه هم منعه کړي، او د سکول د شپږم جماعت نه پورته یې د جېنکو او ښځو دپاره تعلیم هم منعه کړی دی.

طالبان د خپلو دغو اقداماتو دلیل دا راوړي چې ګني دوی د اسلامي شریعت او افغاني دود دستور پر اساس اقدام کوي. دوی دا ټینګار هم لري چې د ښځو او جېنکو په اړه یې فیصلې، د افغانستان "داخلي چارې" دي. خو ګڼ شمېر افغانان هم د دې فیصلو نه خوشحاله ندي او د هېواد دننه او بهر یې د طالبانو د پرېکړو په خلاف آوازونه اوچت کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سېکوریټي کونسل یا امنیت شورا په تازه قرارداد کې چې د زیارت په ورځ یې منظور کړ، دا هم ویل شوي چې ضروري ده د افغانستان اقتصاد ته د ورپېښو شوو بنیادي چلېنجونو مخه ونیولی شي، په شمول د دې چې په بهر کې بندې پاتې د افغانستان مرکزي بنک د خارجي زرمبادلو ذخیرې دې د افغانانو په فایده استعمالې کړی شي.

امریکا د افغانستان د مرکزي بنک په بلینونو ډالر اثاثې کنګل کړې وې چې وروسته یې بیا نیمې په سویټزرلېنډ کې یو د اعتبار فنډ ته منتقلې کړلې چې د څار لاندې وي او د افغانستان دپاره ولګول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG