لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اوکراین باندې د روس په تازه میزایل او ډرون بریدونو کې لږ تر لږه 16 کسان وژل شوي دي


واشنګټن ــــ روس پر اوکراین تر 20 د زیات کروز میزایلو او دوه ډرون بریدونه کړي دي چې په هغه کې دوه میزایل پر یوه ودانۍ لګېدلي او د د چارواکو په وینا د درو ماشومانو په ګډون 16 تنه پکې وژل شوي دي. د اوکراین خارجه وزیر وایي له دې بریدونو ښکاري چې روس د امن تړون ته تیار نه دی.

دا پر اوکراین په تېرو تقریباً دوو میاشتو کې تر ټولو ستر بریدونه ګڼل کېږي، چې د رسنیو په وینا که څه هم کوم خاص هدف یې نه وو رپوټ شوی.

د رویټرز په وینا د جمعې په ورځ سهار وختي دا بریدونه په داسې حال کې شوي دي چې کیف د هغو سیمو د بیرته نیولو لپاره جوابي بریدونو ته تیاري کوي چې روس ترې نیولې دي.

د اوکراین چارواکي وایي ځواکونو یې د سر ښار کیف پر سر د 11 کروز توغنديو او دوو بې پایلټه الوتکو مخه نیولې او را ویشتلي یې دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وایي میزایل له کیف ښاره د شاوخوا 215 کیلومیټره په فاصله د مرکزي اوکراین په اومان ښار کې پر یوه نهه منزله ودانۍ باندې لګېدلي دي.

د وزارت په وینا په دې یوه برید کې د دوو لس کلنو ماشومانو په ګډون 14 تنه وژل شوي دي. د اوکراین ملي پولیس وایي، 17 نور کسان په دې برید کې ټپیان شوي او درې ماشومان یې له خاورو خځلو را ایستلي او ژغورلي دي. نهه تنه یې روغتون ته وړي دي.

د اومان ښار د دې ودانۍ یوه اوسېدونکې هیلینا د برید وېروونکې شېبې یادوي او وایي لا بهر تیاره وه چې پر کورونو یې توغندي ولګېدل. هغه وایي د چاودنې له کبله یې دا او مېړه په ښیښه کې بند وو او له خپلې کړکۍ بهر یې د اور لمبې ولیدې او ژر بهر را ووتل.

هیلینا وایي لومړی یې دا وکتل چې ایا په څنګلورې ودانۍ کې د دې ملګرې خو په برید کې زیانمنه شوې نه ده:

"ما هغې ته [ټیلیفون کاوه] کاوه، خو جواب یې را نه کړ، ما حتی د دروازې ګنټۍ هم ور وټنګوله، خو بیا یې هم جواب نه وو".

هیلینا وایي کله یې چې د ملګرې د کور یوه اضافي چابۍ پیدا کړه او دننه ورغله هغه د اپارتمان په فرش باندې مړه پرته وه.

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي دې بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې "د روس له ترهې ډکه یوه شپه" ورباندې تېره شوه او وایي چې د اومان ښار 10 ودانۍ په دې بریدونو کې تباه شوې دي:

"موږ د روس ترهګرۍ ته یواځې په ګډه ماتې ورکولای شو، په هغو وسلو چې اوکراین ته ورکړل شي او په هغو سختو بندیزونو چې پر دې ترهګر ریاست ولګول شي او قاتلانو ته یې منصفانه سزاوې ورکړل شي".

دا بریدونه د اوکراین په ختیځ کې د جګړې هغې لومړۍ کرښې یا فعالې سیمې ته نیژدې نه دي شوي چې له اوږدې مودې روانه ده او د اوکرایني چارواکو په وینا ماسکو مسلسل د اوږده واټن میزایل ور ویشتلي او اکثر یې ولسي ځایونه په نخښه کړي دي.

د اوکراین یو سیمه ییز ګورنر سیرهي لیسک وایي، په جنوب ختیځ ښار نیپرو کې هم پر یو کور یو توغندی لګېدلی دی چې وایي یو دوه کلن ماشوم او یوه 31 کلنه ښځه یې وژلي او درې نور کسان یې ټپیان کړي دي.

د اوکراین چارواکي او څېړونکي تور لګوي چې دا ډول بریدونه د کریملین له خوا د خلکو د ډارولو قصدي تګلاره ده، خو روس دا تورونه ردوي او وایي پر ولسي ځایونو بریدونه یې پوځي هدف نه دی.

یادونه:- د دې رپوټ معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG