لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د حکومت او تحريک انصاف د مذاکراتو دويمه ناسته هم بې نتيجې ختمه شوې


پاکستان کې د ايتلافي حکومت او مخالفه پاکستان تحریک انصاف ګوند ترمنځ د انتخاباتو په معامله د خبرو دويم پړاو نن ترسره شوی خو کومه نتيجه یې مخې ته نه ده راغلې او د بلې ناستې دپاره د راتلونکې نهې ورځ ټاکل شوې ده. خو په اتحادي حکومت کې د شاملولو ګوندونو غړي له دې مذاکراتو ډېرې هيلې نه لري.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان نن د جمعې په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو سره په غېر رسمي خبرو کې ويلي چې شاه محمود قريشي او فواد چوهدري ته یې لارښوونه کړې که حکومت په سملاسي ډول اسمبلي ماتول غواړي نو بيا دې خبرې وکړي او بيا هغه د ستمبر او اکتوبر خبره کوي نو د مذاکراتو هېڅ ضرورت نشته.

د مسلم لیګ نون ګوند مخکښ او پخواني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي ډيوه سره خبرو کې ويلي، زه نه ګڼم چې د دې خبرو څه نتيجه راوځي د سپريم کورټ امر دې نو ځکه خبرې کوي.

د اتحادي حکومت او پاکستان تحریک انصاف ترمنځ د انتخاباتو د نېټې په اړه دا خبرې د سپريم کورټ د هغه امر په رڼا کيږي.

د پاکستان پيپلز ګوند د پارليمان غړې عبدالقادر مندو خېل وايي د پاکستان تحریک انصاف ګوند او حکومت ترمنځ د مذاکراتو څه نتيجې نه ويني. د ده په خبره ځکه چې عمران خان د وخت نه مخکې انتخابات کول غواړي او حکومت دا د اکتوبر په میاشت کې کول غواړي.

پخوانی وزیر اعظم عمران خان وايي که د سپريم کورټ په امر د مي په 14 ټاکنې وه نه شوې نو ايين به مات شي او که ايين مات شو نو بيا چې د چا زور وي نو د هغه خبره به منل کېږي.

په اتحادي حکومت کې شامل د جمعيت علما اسلام ف ډلې سنېټر کامران مرتضا وايي دا مذاکرات د سپريم کورټ په امر کيږي او مذاکرات د پارليماني جمهوریت برخه وي او هيله لري چې د مذاکراتو پايلې به ښه راوځي.

په سنېټ کې د عوامي نیشنل پارټۍ پارلیماني مشر حاجي هدايت الله خان وايي ښه خبره ده چې مذاکرات کيږي ځکه چې دا وخت هېواد د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دې او خلک ځپل کیږي.

"باید چې په دې خبرو کې دواړه لوري د نرمښت نه کار واخلي او په خپلو غوښتنو کې دې لچک راولي نو بيا کېدې شي دا مذاکرات بريالي شي".

د پاکستان الېکشن کمېشن په پنجاب او خېبر پښتونخوا کې د انتخاباتو لپاره د فنډ ورکولو په اړه خپل رپورټ هم سپريم کورټ کې جمع کړی چې وايي کمېشن ته نه خو 21 اربه روپۍ فنډ ورکړې شوې او نه ورته سيکورټي ورکړې شوې ده نو په داسې حالاتو کې د مې په 14 نېټه پنجاب کې ټاکنې نشي کېدې.

د نګران حکومتونو موده ختمه شوې

بل لور ته د خېبرپښتونخوا او پنجاب د اسمبليانو ماتولو وروسته په دواړو صوبو کې د روان کال جنورۍ په میاشت کې جوړو شوو نګران حکومتونو موده هم ختمه شوې ده.

د پاکستان د اساسي قانون ترمخه د اسمبلۍ د ماتیدو وروسته به په اووه ورځو کې دننه نګران حکومت جوړېږي او په 90ورځو کې به عمومي ټاکنې کیږي.

په اسلام اباد کې د سپریم کورټ وکیل شېر امان خان وايي، د پاکستان اساسي قانون په دې اړه څه نه وايي، ایین په 90 ورځو کې د ټاکنو کولو د ذکر ورستو څه نه وايي خو د ایین ارټیکل 199 وايي که چري یو حکومتي نظام روان وي او د یو کس د څوکۍ موده ترسره شي نو که چري یو عام وګړی د هغه په ضد خواست وکړي او یا عدالت خپله په دې اړه ازخود نوټس واخیستو نو دغه نګران اعلا وزیران د څوکۍ څخه لرې کولی شي.

د پاکستان د الېکشن کمېشن پخوانی سيکرټري کنور محمد دلشاد وايي د انتخاباتو کمېشن د نګران حکومتونو لاندې د انتخاباتو د تر سره کولو واک لري.

"په ماضې کې هم دا سې مثالونه شته چې نګران حکومت د 90 ورځو تیریدو پس هم د ټاکنو تر سره کیدو پورې خپلې ذمه وارۍ تر سره کړي، نو دا ویل کېدی شي چې په اییني او قانوني توګه نګران حکومت به تر هغه وخت پورې چليږي تر څو چې نوی ټاکل شوی حکومت رانه شي.

ځينې قانون پوهان دا هم وايي چې په داسې حال کې چې په ايين كې په دې اړه كوم خاص وضاحت شته او په اساسي قانون کې دا نه دي ليکل شوي چې ستره محکمه دې نګران حکومتونو ته د حکومتې چارو د پرمخ بيولو لارښوونه وکړي، نو بايد په دې اوسنیو حالاتو کې دې چيف جسټس فل کورټ راوبلي او ټولې معاملې دې حل كړي، که چري داسې ونه شي نو په راتلونکو ورځو کې به په هيواد کې اساسي او سياسي بحران نور هم زيات شي.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي].

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG