واشنګټن- د ترکي صدر رېسپ طيب اردوان په دريمه ورځ هم ولس ته د تګ دوره منسوخ کړه ځکه چې د کولمو په ناروغۍ اخته دی او ولسي غونډو ته د ويډيو لنک د لارې ويناګانې کوي.
اردوان چې د تېرو شلو کالو راهسې کله د ترکي وزيراعظم او کله صدر پاتې شوی په دريم ځل د صدر د انتخاب اميدوار دی چې په څوارلسم می يې انتخابونه مقرر شوي.
هغه به په سويلي ښار ادانا کې د يو پل افتتاح کوله او يوې ولسي غونډې ته به يې وينا هم کوله خو پروګرام يې بدل شو او اوس د ويډيو لنک د لارې افتتاح او وينا کوي.
اردوان د جمعې په ورځ د متحده قامونو د سيکرټري جنرل انټونيو ګوټېرېس سره په فون په ډېرو مسلو خبرې کړي او د متحده قامونو وياندسټېفني ډوجارېک وپلي دواړو مشرانو د روس د غلې او سرې د معاهدې په اړه هم خبرې کړي دي.
ترکي او متحده قامونو د روس سره دغه لوظنامه ترتيب کړې او وياند ويلي اوس د دې لوظنامې په ضمانت، په مخ تګ، غځولو او فراخه کولو خبرې شوي کومه چې په اتلسم د می ختميږي.
د ټي وي د يوې مرکې په جريان کې اردوان د نهې/سېشنبې په ورځ ناروغه شوی و او د صحت د وزير فاحرېټېن کوکا په وينا د کولمو د ګيس ناروغي ورته شوې. د اردوان د شورو او زيارت د ورځې ټاکلې شوې ولسي غونډې منسوخ کړل شوي دي.
دزيارت په ورځ د يو ايټمي پاور پلانټ د افتتاح په موقع چې د ويډيو لنک د لارې يې کوله د ميډيا رپورټونه وايي اردوان زيړ بخن او کمزروی ښکارېدو. خو د جمعې په ورځ په بل ويډيو لنک وينا کې تندرست ښکارېدو او تر لس مينټه پورې وينا يې کړې وه.
نورو چارواکو د هغه د صحت په اړه انديښنې رد کړي. تازه رای شمارنې ښايي د 69 کلن اردوان مخالف اميدوار په هغه لاس بری ښکاري ځکه چې يو خو د ترکي اقتصاد د اردوان په وخت کې په ښکته تلی او بل په زلزله کې د 50,000 پورې خلک وژل شوي چې د اردوان د اقتدار په وخت کې راغلې وه.