لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرایمیا کې ډرون د تېلو ذخیره تباه کړې، اوکراین ماسکو ته د اومان ښار د 23 وګړو په وژلو دا "د خدای سزا" ګڼلې


واشنګټن ـــــ د اوکراین یوې ډرون الوتکې د روس تر ولکه لاندې کریمیا په یوه بندر کې د روسي تېلو پر یوه ذخیره برید کړی چې له کبله یې زېرمتون اور اخیستی دی خو چاته پکې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

دا پېښه د شنبې- خالي په ورځ سهار وختي د کرایمیا په لوی ښار سیواستوپول کې شوې ده، په دې ښار کې د ماسکو ګومارل شوي ګورنر د برید تور پر اوکراین پورې کړی خو وايي تر تباهۍ مخکې یې اور وژلی دی.

د اوکراین د پوځي استخباراتو یوه چارواکي آر بي سي خبري ایجنسۍ ته ویلي، د تېلو د مصنوعاتو تر لسو زیاتې هغه ټېنکۍ تباه شوې دي چې وایي شاوخوا 40,000 ټنه ګنجایش یې درلود او په تور سمندر کې د روسي بېړیو د کارولو لپاره ذخیره کړل شوي وو.

ماسکو تور پورې کوي چې کیف پر کرایمیا د برید لپاره هوایي او سمندري ډرون ور لېږلې دي. د سیواستوپول ښار ګورنر میخایل رازووژایف وایي د تېلو ټېنکۍ یواځې په یوه ډرون لګېدلې دي.

ښاغلي رازووژایف په ټیلیګرام کې لیکلي: "دښمن غوښتل د مخکې غوندې ناڅاپه سهار وختي په پټ برید سیواستوپول ونیسي"، خو وایي روسي اوروژونکو ثابته کړه چې څنګه دا لوی اور و وژني او د ناورین مخه ونیسي.

د رپوټونو له مخې اوکراین د اوږده واټن ویشتونکي میزایل نه لري چې د سیواستوپول د ساحلي ښار غوندې په مهمو ځایونو کې خپل هدف ته ورسیږي، خو د دې خنډ د لرې کولو لپاره له ډرون الوتکو کار اخلي.

د اوکراین چارواکي په عامو حالاتو کې په کریمیا کې پر پوځي ځایونو باندې د خپلو بریدونو ذمه واري پر غاړه نه اخلي.

د اوکراین د پوځ یوه چارواکي اینډري یوسوف ونه ویل چې دا برید اوکراین کړی دی، خو آر بي سي خبري ایجنسۍ ته یې ویلي، دا د اوکراین په اومان ښار کې پر یوه ودانۍ د هغه روسي برید له کبله "د خدای سزا" وه چې 23 کسان یې ووژل.

ښاغلي یوسوسف خبرداری ورکړی او وایي د روس لپاره "دا سزا" به تر اوږدې مودې پورې وي:

"په نیژدې وخت کې به د لنډمهالې نیول شوې کرایمیا د ټولو اوسېدونکو لپاره دا غوره وي چې پوځي تنصیباتو او د یرغلګر پوځ ځایونو ته نیژدې لاړ نه شي".

دا برید په داسې وخت شوی چې اوکراین له څو میاشتو راهیسې جوابي بریدونو ته تیاري کوي او غواړي روسي ځواکونه له هغې سیمې وباسي چې د 2022م کال له فرورۍ را وروسته ماسکو په جګړه کې ترې نیولې دي.

اوکراین وايي د کریمیا په ګډون پر خپله ټوله قانوني خاوره باندې بیرته کنټرول تر لاسه کول یې له ماسکو سره د سولې د هر ډول تړون لپاره بنیادي شرط دی. روس دغه جزیره په 2014م کال کې له اوکراین څخه نیولې وه.

روسي ځواکونو دوې ورځې وړاندې د اوکراین په مرکزي ښار اومان کې د عامو خلکو پر یوه ودانۍ برید کړی وو، چې د ماشومانو په ګډون تر اوسه پکې د 23 کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د دې برید له کبله یو ځل بیا روس "ترهګر هېواد" بللی او وایي هڅه به کوي چې د اومان له بریدکوونکو سره ژر تر ژره حساب وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG