لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د ترکیې د هغې دعوې تصدیق نه کوي چې وایي د داعش مشر یې وژلی دی


ترکیه دعوه لري چې د داعش مشر ابو الحسین الحسیني یې د شام په شمال کې په همدې کور کې وژلی دی
ترکیه دعوه لري چې د داعش مشر ابو الحسین الحسیني یې د شام په شمال کې په همدې کور کې وژلی دی

واشنګټن - امریکا تر دې دمه د ترکیې د هغې دعوې د تصدیق نه ډډه کړې چې وایي ترکي ځواکونو د شام په شمال کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې مشر وژلی دی.

د ترکیې صدر رجب طیب اردوان دا دعوه د اتوار/یکشنبې په ورځ د خپل ملک د سرکاري تي وي، ټي آر ټي سره په مرکه کې وکړه او ویې ویل چې د داعش مشر ابو الحسین الحسیني القریشي د خالي/شنبې په ورځ، "په شام کې د ترکیې د قامي استخباراتي تنظیم د یو عملیات په لړ کې له منځه یووړل شو."

د ترکیې رسنیو د هغه هېواد د امنیتي ذرائعو له قوله خبر ورکړ چې دغه عملیات د شام په شمالي ښارګوټي جندیرس کې ترسره شوي دي. جندیرس د هغو یاغي ډلو په لاس کې دی چې ترکیه یې ملاتړ کوي. ترکي رسنیو ویلي چې د داعش مشر له څه مودې راهېسي د ترکيې د څار لاندې و.

یو امریکایي چارواکي، چې غوښتل نوم یې پټ وساتلی شي، وي او اې ته وویل چې تر اوسه واشنګټن هېڅ داسې څه نه دي لیدلي چې وښایي د داعش ډلې مشر دې په حقیقت کې وژلی شوی وي.

دغه چارواکي وي او اې ته وویل: "مونږ نه شو کولی چې دا تصدیق کړو. تر دې ورهاخوا، مونږ سره داسې معلومات نشته چې دغه [د ترکیې] دعوې سره اړخ ولګوي."

د داعش د اوسني مشر ابو الحسین په اړه، د هغه د کنیه یا لقب نه بغیر څه ډېر معلومات چا سره نشته دی.

د هغه نوم اول ځل تېر د نوامبر میاشتې کې یاد شو، کله چې د داعش ترهګرې ډلې هغه په یو پیغام کې خپل نوی قائد معرفي کړ او اعلان یې وکړ چې د ډلې مخکېنی مشر ابوالحسن الهاشمي القریشي وژل شوی دی.

امریکایي چارواکو وي او اې ته وویل چې ابوالحسین د مخکیني مشر سره فرق لري او هغه دا چې د داعش ډلې د بنسټ اېښودونکو څخه نه دی پاته شوی بلکې د نوي کهول مشرانو د ډلې دی چې د دغې ترهګرې ډلې تګلاره جوړوي.

د تېر یو کال په ترڅ کې چې امریکا او د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو یو لړ عام رپوټونه خپاره کړي دي، دا څرګندوي چې د ابوالحسین غوندې د داعش مشران کوښښ کوي چې ځانونه ډېر مشهوره ونه ساتي او د داعش ضد عملیاتو نه ځانونه وساتي. د ۲۰۲۲ کال د اوایلو نه راپدیخوا تر اوسه د داعش ډلې لږترلږه دیارلس (۱۳) جګپوړي غړي یا وژلی شوي او یا نیولی شوي دي.

همدا تېره میاشت د امریکا پوځي ځواکونو وویل چې د شام په شمال کې امریکایي عسکرو یوه حمله وکړه او د داعش ډلې یو اهم غړی عبدالهادي محمود الحاجي علي یې ووژلو. هغه په یورپ کې د حملو د منصوبه بندیو ذمه وار بلل کېدلو.

ترکیې په داسې حال کې د داعش د مشر د وژلو دعوه کړې چې صدر رجب طیب اردوان د همدې میاشتې په انتخاباتو کې د بیا ټاکل کېدو کوښښ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG