واشنګټن (اې پي) - د امریکا په حکومت کې ځینو ذرائع وایي چې د بایډن انتظامیه په پام کې لري د هغو لسهاوو زرو افغانانو د پاته کېدو موده په امریکا کې وغځوي کوم چې د طالبانو د واکمنېدو او د جمهوریت نظام د سقوط نه پس د انخلا په پروسه کې امریکا ته راوستل شول. په پام کې ده چې د دوی د کار د جوازنامې موده هم وغځولی شي.
دا ګام په داسې وخت کې اخستل کیږي چې په امریکا کې د دغو افغانانو د دایمي پاته کېدو دپاره د قانوني لارې جوړولو هڅې په کانګرس کې په ټپه درېدلې ښکاري.
د بایډن انتظامیې دوو چارواکو چې د نومونو د پټ ساتل کېدو په شرط یې د اېسوشیټډ پرس خبري ادارې سره خبرې کړي دي، ویلي چې په راروان اوړي موسم کې به مستحقه افغان کډوال وکړی شي چې د خپل کار اجازه نامې او امریکا کې د اوسېدو قانوني اجازت یا پېرول، د آنلاین درخواستۍ له طریقه د دوو نورو کلونو دپاره وغځوي او بل ملک ته د واپس لېږلو نه بچ پاته شي.
یاده دې وي چې د دې منصوبې جزئیات تر اوسه په رسمي توګه د حکومت له اړخه نه دي اعلان شوي.
دا اقدام د هغو څه باندې شپږاویا زره (۷۶۰۰۰) افغانانو د قانوني حیثیت د مسئلې یوه موقتي حل لاره ده چې د انخلا په پروسه کې د امریکایي جهازونو په ذریعه امریکا ته راوستل شول. په دې کې زیاتره هغه کسان هم شامل دي چې افغانستان کې یې د امریکایيانو سره څو کاله د ترجمان یا کوم بل کارکن په حیث کارونه کړي دي.
امریکا کې د دوی د پاته کېدو او د کار د جوازنامې د مودې غځولو پلان، اول ځل سي بي اېس نیوز خپور کړی دی. طمعه کیږي چې د امریکا د داخلي امنیت وزارت د همدې هفتې په آخره کې د دې پلان رسمي اعلان وکړي.
د کډوالو اېډوکېټ ډلو او پخوانیو امریکایي عسکرو چې کوښښ یې کړی د حکومت سره یوځای امریکا ته د راوستل شوو دغو افغانانو دپاره د دایمي پاته کېدو قانوني لارې چارې پیدا کړي، د انتظامیې دا نوی پلان یوه موقتي چاره ګڼلې، مګر ویلي یې دي چې د هېڅ نه بیا هم بهتره دی.
شان وان ډایور، د امریکا د سمندري قواوو یو پخوانی افسر چې د افغان-اېوواک ډلې مشر دی او امریکا ته د راغلو افغانانو مرسته کوي، وایي: "افغانان زمونږ خاورې ته په رارسېدو سره بېحاله پراته دي او د یو اوږدمهاله ځواب په انتظار کې دي، او کانګرس د هغو د راتلونکې سره لوبې کول جاري ساتي."
ښاغلي ډایور خوشحالي څرګنده کړله چې که کانګرس کومه لاره نده پیدا کړې، د بایډن انتظامیې یوه موقتي چاره د دغو افغانانو دپاره رااېستلې ده.