لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په یوه ورځ د انتخاباتو په معامله د حکومت اؤ اپوزیشن وروستۍ مذاکراتي ناسته نن کیږي


پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي په دې مذاکراتو کې به یې هم دا یوه غوښتنه وي چې په یوه ورځ انتخاباتو لپاره باید حکومت د14مئ نه وړاندې اسمبلۍ ماتې کړي
پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي په دې مذاکراتو کې به یې هم دا یوه غوښتنه وي چې په یوه ورځ انتخاباتو لپاره باید حکومت د14مئ نه وړاندې اسمبلۍ ماتې کړي

پاکستان کې دحکومتي ایتلاف اؤ مخالف سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف دمشرانو ترمنځ ګرد هیواد کې په یوه ورځ دانتخاباتو په اړه دمذاکراتو دریم اؤ وروستی پړاؤ نن دنهې یا سه شنبې په ماسخوتن ترسره کیږي.

له مذاکراتو یوه ورځ وړاندې پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي په دې مذاکراتو کې به یې هم دا یوه غوښتنه وي چې په یوه ورځ انتخاباتو لپاره باید حکومت د14مئ نه وړاندې اسمبلۍ ماتې کړي اؤ که چرې داسې ونه کړي نو دوي به بیا په 14مئ دپنجاب صوبې انتخابات غواړي.

خو دهیواد ددفاع وزیر خواجه اصف بیا ویلي عمران خان سره خبرې اترې هیڅ ګټه نه لري اؤ انتخابات به پخپل وخت داکتوبر میاشت کې کیږي.

پاکستاني رسنۍ وایي په ننیو مذاکراتو کې به په یوه ورځ ګرد هیواد کې دانتخاباتو په اړه حکومتي اؤ دتحریک انصاف پلاوي یو بل ته دخپلو ګوندونو نظرونه مخې ته ږدي اؤ هڅه به کوي چې له دې خبرو اترو څه نتیجه ترلاسه شي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي ایتلاف پي ډي ایم له وړاندې واضحه کړې ده چې هغوئ غواړي راتلونکي بجټ وړاندې کړي اؤ ترهغې وروسته ګرد هیواد کې انتخابات په یوه ورځ وشي .

خو دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي هغه یوازې په دې شرط په یوه ورځ انتخاباتو ته تیار دی چې حکومت د 14مئ نه وړاندې اسمبلۍ ماتې کړي.

دتحریک انصاف ګوند دمذاکراتي کمیټې غړي فواد چوهدري دیو پاکستاني ټي وي چینل سره خبرو کې دعوه کړې ده چې حکومت سره یې مذاکرات70 فیصده بریالي شوي دي.

هغه ویلي ددوي هڅه داده چې معامله دهواري لوري ته بوځي خو وایي حکومتي وزیران خواجه اصف اؤ احسن اقبال دا مذاکرات ګډوډول غواړي.

بلخوا ددفاع وزیر خواجه اصف دجیو ټي وي یو پروګرام کې پي ټي ایي سره مذاکراتو ته د لوبې نوم ورکړی دی اؤ ویلي یې دي "سیاستمداران هم دغسې دمذاکراتو لوبه کوي"

هغه ویلي عمران خان سره مذاکرات هیڅ ګټه نه لري اؤ ګرد هیواد کې به انتخابات د اکتوبر میاشت کې پخپل وخت کیږي.

دپاکستان سپریم کورټ درې کسیزه بینچ په 14مئ پنجاب صوبه کې دانتخاباتو کولو حکم کړی خو ددې ترڅنګ یې ویلي چې که چرې سیاستدانان په یوه ورځ په انتخاباتو کولو متفق شي نو بیا سپریم کورټ دانتخاباتو نیټه کې څه کنجایش پیدا کولی شي.

ددفاع وزیر خواجه اصف وایي کومو ججانو چې سیاستمدارانو ته دمذاکراتو وینا کړې ده هغوي پخپله داختلاف اؤ تقسیم ښکار دي .

خواجه اصف وایي ججان دې وړومبی خپلو کې داتحاد لپاره خبرې وکړي.

له خواجه اصف وړاندې دحکومتي اتحاد نورو مهمو مشرانو مولانا فضل الرحمان اؤ بلاول بوټو هم دچیف جسټس لخوا سیاستمدارانو ته خپلو کې دمذاکراتو په حکم سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ هیڅوک پرې دټوپک په زور مذاکرات نه شي کولی.

پنجاب کې دانتخاباتو دقضیې په تېره اوریدنه دسپریم کورټ‌ مشر قاضي عمر عطاء بندیال واضحه کړې وه چې عدالت دمذاکراتو هیڅ امر نه دی کړی بلکې فقط یوه مشوره یې ورکړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG