واشنګټن – سپینې ماڼۍ د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، دوی اوس اټکل کوي چې د ډیسمبر راهیسې یولک روسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې تر شلو ۲۰۰۰۰ زیات پکې وژل شوي.
روسانو ته ددغې درنې مرګ ژوبلې د اوښتلو خبره په داسې وخت کې کېږی چې اوکراین په ختیځو برخو کې د روسانو د سترو پوځي عملیاتو مقابله کوي.
دا سخته جګړه په ډونیڅک سیمه کې روانه ده چېرې چې روس کوښښ کوي چې له اوکراینیانو څخه د بخموت سیمې کنټرول ترلاسه کړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، چې د امریکا دغه اټکل د نویو امریکايي استخباراتي معلوماتو له مخې شوی.
خو هغه دا و نه ویل چې استخباراتي ادارو د مرګ ژوبلې دا شمېره څه ډول راټوله کړې ده.
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي په نومبر کې ویلي و چې په تېرې اته میاشتنۍ جګړه کې تر یو لک زیات روسان مړه یا ژوبل شوي دي.
خو نوې شمېرې ښيي چې د روسانو په مرګ ژوبله کې په دې وروستیو میاشتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
د روسانو وېګنر ځواکونه له اوکرایني ځواکونو سره کور په کور د ښار د نیولو لپاره جګړه کوي.
دې جګړې ته د ارزښت له پلوه د ژوند لارې نوم ورکړل شوی ځکه دا په لویدیځ کې د اوکراینیانو په کنټرول کې وروستی پاتې سړک دی چې د تازه سرتېرو او نورو اکمالاتو د لېږلو لپاره خورا اړین دی.
دواړو خواوو په دې وروستیو ورځو کې د لاسته راوړنو ادعاوې کړي.
کربي دا هم ویلي، چې د ډیسمبر راهیسې د وژل شویو روسي سرتېرو نېږدې نیمايي یې د روسانو د وېګنر ځواکونو سرتیري وو چې اکثره یې زندانیان دي او د جګړې لپاره خوشې کړای شوي.
خو کربي وویل، د وېګنر ځواکونه د کافي جګړیزې روزنې او مهارتونو پرته جګړې ته ټیله شوي.
سپینې ماڼۍ بیا بیا په بخموت کې د روسانو په مالي او ځاني زیانونو باندې رڼا اچولې او د بخموت نیول یې د روسانو لپاره د دومره سټراټیژیک ارزښت وړ نه دی بللی.
ځینې څېړونکي وايي، د بخموت نیول به د روسانو له هغو هڅو سره مرسته وکړي چې غواړي د ډونیڅک سیمې د کرامتورسک او سلوېنسک ښارونو خواته پرمختګ وکړي.
کربي دا نه دي ویلي چې په جګړه کې خپله اوکرایني سرتېرو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې.
خو جنرال میلې په نومبر کې ویلي و، چې د اوکرایني ځواکونو مرګ ژوبله هم ښايي شاخوا یو لک کسانو ته ورسېږي.