لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

«قلم لار»: د مطیع الله ویسا کورنۍ ته دې د هغه د روغتیا ډاډ ورکړل شي او ژر دې خوشی شي


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د تعلیم لپاره کارکوونکې غیرسرکاري ادارې «قلم لار» د خپل مشر مطیع الله ویسا نیول کېدل "له انصافه لرې" عمل بللی او اندېښنه یې ښکاره کړې چې د هغه په اړه تر اوسه هیڅ معلومات نه لري.

«قلم لار» د ګل- دوشنبې په ورځ رسنیو ته یوه اعلامیه لېږلې چې وي او اې ډیوه هم تر لاسه کړې ده او په هغه کې د طالبانو پر مشرانو ږغ کړی چې مطیع الله ویسا ژر خوشي کړي:

"سره د دې چې د هغه نیونې د افغانانو له خوا پراخ غبرګونونه لرل او ټولو یې د ژر خوشي کېدو غوښتنه وکړه، خو ویسا لا اوس هم د [طالبانو] د استخباراتو په بند کې دی".

مطیع الله ویسا د «قلم لار» ټولنې مشر دی چې د مارچ میاشتې پر 27مه یې د کابل په خوشال خان مېنه کې له خپل یو مشر ورور سره په یو جومات کې د مازدیګر لمونځ کړی وو او را وتلو سره سم د طالبانو د استخباراتو کسانو نیولی وو.

طالبانو پر ویسا تور پورې کړی چې هغه د دوی د حکومت له اجازې پرته ځینې "مشکوک" کارونه تر سره کول، خو «قلم لار» ټولنه وایي هغه یو غیرسیاسي شخص او کارونه یې هم یواځې د تعلیم لپاره وو او تر شا یې څه سیاسي مقصد نه وو.

«قلم لار» ټولنې په اعلامیه کې ویلي، چې د ښاغلي ویسا د روغتیا په اړه دې د هغه کورنۍ ته ډاډ ورکړل شي او اجازه دې ورکړي چې هم هغه له خپلې کورنۍ سره وویني او هم دې ورته د مدافع وکیل حق ورکړل شي:

"«قلم لار» د ټولو ادارو او اشخاصو څخه غواړي چې د هر انسان د اساسي او مدني حقونو درناوی دې وشي او ټول هغه کسان دې ژر خوشي کړل شي چې له کوم جرم پرته بندیان دي".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یواځې یو ځل وي او اې ته په خبرو کې د مطیع الله ویسا نیول تایید کړي وو، خو بیا یې رسنیو ته څه نه دي ویلي چې هغه په څه حال کې دی او آیا د کوم جرم له کبله عدالت ته هم وړاندې شوی دی که نه.

«د قلم لار» ټولنې د بورډ غړی نصیب الله نور وایي، طالبان باید د مطیع الله ویسا غوندې د افغانستان د ښو خلکو درناوی وکړي. ښاغلي نور د مې پر لومړۍ نېټه د ویسا د تعلیمي مبارزې ځینې عکسونه پر ټویټر خپاره کړي او ورته لیکلي یې دي:

"د نیول کېدو یې هیڅ وجه نه شته، مطیع الله یو مجرم نه دی، هغه د افغانانو سره زر دی او طالبان پر دې پابنده دي چې د هغه احترام وکړي".

مطیع ‌الله ویسا په 2009م کال د «قلم لار» ټولنه جوړه کړې وه او په تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو کې یې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ګڼل شمېر بند سکولونه پرانیستي وو، کتابتونونه یې جوړ کړي وو، پر زرګونو ماشومانو یې کتابونه او درسي مواد وېشلي وو او خلک یې هڅول چې په خپلو ماشومانو تعلیم وکړي.

ویسا د تېر جمهوري حکومت پر مهال د تعلیم د ودې لپاره پرله پسې کمپېن کاوه او هغو ولایتونو ته یې سفرونه کول چې سکولونه پکې بند وو.

د طالبانو له واکمنېدو را وروسته یې هم خپله دا مبارزه روانه وساتله او په دې ورستیو کې یې د نجونو د تعلیم په ملاتړ هم خپل ږغ پورته کړ او په بېلابېلو ولایتونو کې یې له ولسي خلکو سره ولیدل، چې له طالبانو د خپلو لوڼو او زامنو د تعلیم حق وغواړي.

شاوخوا 590 ورځې کېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکونه بند کړي او د تېر کال د دسمبر له 20مې یې په پوهنتونونو کې هم جینکۍ له تعلیمه منع کړې دي، خو د نړیوالو او افغانانو تر مسلسل غوښتنو وروسته هم لا نه ده معلومه چې طالبان به کله نجونې اعلی تعلیم ته پرېږدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG