لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلو پر شام بریدونو کې د څلورو پوځیانو په ګډون اووه تنه وژلي، د حلب هوایي میدان یې زیانمن کړی


واشنګټن ـــــ په شام کې د بشري حقونو د څار یو تنظیم وایي اسرایلي ځواکونو تېره شپه د شام په شمالي ایالت حلب کې هوایي بریدونه کړي چې وایي د شام څلور افسران او درې ایران پلوه جنګیالي پکې وژل شوي دي.

په شام کې تر یوې لسیزه زیاته جګړه کې اسرایلو په دې سیمه کې د ایران پلوه ځواکونو او د لبنان د حزب الله ډلې له جنګیالیو سره سره د شام د پوځ مورچې هم په نخښه کړې او په سلګونو هوایي بریدونه یې ورباندې کړي دي.

د شام د بشري حقونو څارونکی تنظیم (ایس او ایچ آر) وایي، د اسرایلي ځواکونو میزایل د ګل- دوشنبې په شپه د حلب ښار نړیوال هوایي میدان په سیمه او نیژدې نېراب پوځي هوایي اډې کې لګېدلي دي او دواړو ته یې سخت زیان رسولی دی.

په برتانیا کې کارکوونکی دغه تنظیم وایي، د نېراب هوایي اډې په سیمه کې د شویو حملو په نتیجه کې د وسلو یو ډیپو په بشپړه تباه شوی او د وژل شویو کسانو شمېر له څلورو څخه اوو ته رسېدلی دی.

دا تنظیم په هغو معلوماتو باندې تکیه کوي چې په شام کې یې د پراخ نیټورک په وسیله تر لاسه کوي.

ایس او آر ایچ وایي اسرایلي میزایلو د حلب ایالت په سفیره سیمه کې د شام د هوایي ځواکونو پر کارخانو هم بریدونه کړي دي، چې وایي "په لویه اندازه مادي تاوان یې اړولی دی. وایي دا سیمې ایران پلوه جنګیالیو کارولې.

د شام د بشري حقونو د څار تنظیم او سرکاري رسنۍ وایي، د اسرایلو په حملو کې د حلب هوایي اډه ولړزېدله او له کبله یې هلته د پروازونو تګ راتګ ځنډول شوی دی.

چارواکو سمدستي څه نه دي ویلي چې دغه هوایي میدان به کله بیرته د پروازونو لپاره پرانیستل شي او دا یې هم نه دي ویلي چې څومره زیان ورته رسېدلی دی.

که څه هم اسرایل ډېر کم پر شام باندې د خپلو حملو په اړه تبصره کوي، خو په وار وار یې خبرداری ورکړی خپل مهم دښمن ایران ته به اجازه ور نه کړي چې په شام کې خپلې منګولې ښخې کړي.

ایران پلوه وسلوالې ډلو چې په 2016م کال کې په شام کې د باغیانو تر ولکه لاندې سیمو بیرته ونیولې او د شام له پوځ سره د پام وړ مځکنۍ مرسته وکړه، له هغه راهیسې هلته په زیات شمېر کې وجود لري.

د شام د بشري حقونو تنظیم د مارچ پر 22مه هم خبر ورکړی وو چې اسرایلو په میزایل برید کې د حلب په هوايي ډګر کې د ایران پلوه ډلو د وسلو مشکوک ډیپو په نخښه کړی او تباه کړی وو، چارواکو هغه وخت هم ویلي وو چې دې برید د هوايي میدان کارونه درولي دي.

یادونه:- د دې خبر معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG