لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومتي ایتلاف اؤ تحریک انصاف ګوند انتخاباتو لپاره په نېټه نه دي سلا شوي


پاکستان کې حکومتي ایتلاف پي ډي ایم اؤ حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف ګرد هیواد کې په یوه ورځ دانتخاباتو په کولو رضا شوي دي خو انتخاباتو لپاره په نیټه اؤ داسمبلیو په ماتولو یې سلا نه ده راغلې.

دپي ډي ایم اؤ تحریک انصاف ګوند د ډلو ترمنځ دانتخاباتو په نېټه متفق کیدو لپاره دمذاکراتو دریم پړاؤ پرون دنهې په ماسخوتن اسلام اباد کې سرته رسېدلې خو پاکستاني رسنۍ وایي په دې مذاکراتو کې کوم مهم پرمختګ مخې ته نه دی راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د وړاندې نه ویلي که حکومت د14مئ نه وړاندې اسمبلۍ ماتې نه کړي نو هغه به دخپل ګوند پلویان د احتجاج لپاره سړکونو ته راوباسي.

دپارلیمان په ودانۍ کې دترسره شوؤ مذاکراتو نه وروسته دحکومتي پلاوي غړي اؤ دخزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار رسنیو ته ویلي چې دواړو خوا په دې خبره اتفاق کړی چې ملک انتخابات په یوه ورځ ترسره کیدل پکار دي.

هغه وویل په یوه ورځ په انتخاباتو سلاکیدل ستره بریا ده اؤ که چرې دواړه خواوې په خلوص سره پر وړاندې لاړې شي نو هیله ده چې دانتخاباتو په نیټه هم اتفاق ته ورسیږي.

هغه وویل د انتخاباتو په نېټه دواړه خواوې خپل،خپل دریځونه لري اؤ تر اوسه یې په نېته اتفاق نه دی راغلی "خو مو وویل چې ټاکنې که هر لوری وګټي نتیجې به یې منلی شي"

دتحریک انصاف ګوند دمذاکراتي کمیټې غړي شاه محمود قریشي هم رسنیو ته ویلي چې دواړه خواوې په یوه ورځ په انتخاباتو کولو سلا شوې دي اؤ وایي دا انتخابات به دنګران حکومتونو دڅار لاندې کیږي خو هغه وویل چې لا هم په دې خبرو کې دانتخاباتو په نېټه سلا نه ده راغلې.

هغه وویل مذاکراتو کې اتفاق شوی چې دواړه خواوې باید په داسې یوه نکته سلا شي چې هغه دایین سره سمون ولري اؤ بیا پرې عمل هم وشي.

هغه وویل پي ډي غواړي ګرد هیواد کې باید په یوه ورځ ټاکنې وشي خو وایي دوي دریځ خپل کړو چې دټاکنو نه وړاند باید مرکزي اؤ صوبایي اسمبلۍ ماتې کړل شي اؤ له اسمبلیو ماتېدو وروسته په 60 ورځو کې ټاکنې وشي اؤ دغو ټاکنو ته دې اییني تحفظ ترلاسه وي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي ایتلاف پي ډي ایم له وړاندې واضحه کړې ده چې هغوئ غواړي راتلونکي بجټ وړاندې کړي اؤ ترهغې وروسته ګرد هیواد کې انتخابات په یوه ورځ وشي .

خو دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي هغه یوازې په دې شرط په یوه ورځ انتخاباتو ته تیار دی چې حکومت د 14مئ نه وړاندې اسمبلۍ ماتې کړي.

عمران خان دا ګواښ هم کړی دی چې که دانتخاباتو په اړوند دسپریم کورټ‌ فیصله ونه منل شي نو هغه به دخپل ګوند فعالین داحتجاج لپاره سړکونو ته راوباسي.

دپاکستان سپریم کورټ درې کسیزه بینچ په 14مئ پنجاب صوبه کې دانتخاباتو کولو حکم کړی خو ددې ترڅنګ یې ویلي چې که چرې سیاستدانان په یوه ورځ په انتخاباتو کولو متفق شي نو بیا سپریم کورټ دانتخاباتو نیټه کې څه کنجایش پیدا کولی شي.

ددفاع وزیر خواجه اصف تېره ورځ پاکستاني رسنۍ جیو نیوز ته ویلي وؤ کومو ججانو چې سیاستمدارانو ته دمذاکراتو وینا کړې ده هغوي پخپله داختلاف اؤ تقسیم ښکار دي .

خواجه اصف ویلي وؤ ججان دې وړومبی خپلو کې داتحاد لپاره خبرې وکړي.

له خواجه اصف وړاندې دحکومتي اتحاد نورو مهمو مشرانو مولانا فضل الرحمان اؤ بلاول بوټو هم دچیف جسټس لخوا سیاستمدارانو ته خپلو کې دمذاکراتو په حکم سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ هیڅوک پرې دټوپک په زور مذاکرات نه شي کولی.

پنجاب کې دانتخاباتو دقضیې په تېره اوریدنه دسپریم کورټ‌ مشر قاضي عمر عطاء بندیال واضحه کړې وه چې عدالت دمذاکراتو هیڅ امر نه دی کړی بلکې فقط یوه مشوره یې ورکړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG