لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمطبوعاتو دازادۍ نړیواله ورځ :څېړنې وایي پاکستان کې ازاد صحافت ته ګواښونه نور هم زیات شوي دي


دپاکستان په ګډون نړۍ کې نن په درېیم مې دمطبوعاتو دازادۍ ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې دمطبوعاتو دڅار تنظیمونه وایي د پاکستان دننه د روان کال په اوږدو کې دمطبوعاتو اؤ خبریالانو پر وړاندې ګواښونو نور هم سیوا شوي دي.

دپاکستان وتلی خبریال مظهرعباس وایي په تېرو 20، 22 کالو کې یو کال هم داسې نه دی تېر شوی چې دپاکستان دننه پکې خبریالان نه وي وژل شوي خو دهغه په خبره دخبریالانو وژونکي له سزاګانو بچ اوځي.

پاکستان کې د صحافیانو د حقونو تنظيم فریډم نېټ ورک په خپل کلني رپورټ کې ويلي، د کال 2022م د مې د میاشتې نه تر مارچ 2023م پورې په پاکستان کې صحافیانو او په مطبوعاتي ادارو کې کار کوونکو ته د ګواښونو او په هغو د بریدونو لږ تر لږه 140 پېښې رپورټ شوي دي.

فريډم نېټ ورک د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په اړوند خپور کړي کلني [د 11 مياشتو] رپورټ کې ویلي، په دې وروستيو مياشتو کې پاکستان کې د مطبوعاتو دپاره ماحول نور خطرناک او د تاوتريخوالي ډک شوی او د شمېرو ترمخه په ملک کې د مطبوعاتو د ازادۍ سرغړونې د کال 2021-22 د 86 پېښو په مقابله کې په کال 2022-23 کې 140 ته رسېدلي او د کال په سر پکې 63 فيصده زياتوالی شوی دی.

دپاکستان وتلي خبریال مظهر عباس دمطبوعاتو دازادۍ دنړیوالې ورځې په اړوند پخپله یوه لیکنه یا کالم کې ویلي چې "مونږ هر کال دصحافت دازادۍ نړیواله ورځ په دې ولولې سره نمانځو چې کیدای شي یو کال داسې هم راشي چې په صحافت اؤ صحافیانو پکې بریدونو کې کمی شوی خو تېرو 20، 22 کالو کې یو کال هم داسې نه دی تېر شوی چې دپاکستان دننه پکې خبریالان نه وي وژل شوي"

دمظهرعباس په وینا پاکستان کې د صحافیانو وژنې زیاتېږي خو قاتلانو ته یې سزاګانې نه ورکړل کیږي

"مجال شته که چا قاتل ته سزا ورکړل شوي وي، دوه،څلورو پېښو کې ورته سزا اورول شوې وه هغه هم بیا بري شول"

ښاغلي عباس پخپله دې لیکنه کې دپاکستان دننه د وژل شوؤ خبریالانو د کورنیو دغړو په عدالتونو کې په لوغړیدو هم افسوس ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي دیو خبریال له وژنې وروسته بیا دهغه دکورنۍ غړي په کلونو،کلونو دعدالتونو چکرې وهي خو انصاف ورته نه ورکړل کیږي.

دصحافیانو دحقونو نیټ سازمان فريډم نېټ ورک پخپل رپورټ کې ویلي، د روان کال د 11 مياشتو په اوږدو کې 140 پېښو کې 51 پېښې په جرنلسټانو د بريدونو شوي، په 21 پېښو کې د جرنلسټانو او مطبوعاتي ادارو سامانونو ته تاوان اړول شوی او 14 داسې پېښې دي چې خبریالانو ته پکې ګواښونه شوي او اووه داسې پېښې رپورټ شوي چې جرنلسټانو ته پکې د وژلو ګواښونه شوي دي.

ددغه غیر دولتي سازمان ترمخه اسلام اباد د جرنلسټانو دپاره تر ټولو خطرناک ګرځېدلی او په 140 پېښو کې په اسلام اباد کې 56 پېښې رپورټ شوي دي، په دويم نمبر پنجاب کې 35 او په سيند صوبه کې 32 پېښې مخې ته راغلي، په خېبرپښتونخوا کې 13 او بلوچستان کې درې پېښې رپورټ شوي دي.

سږکال دجنورۍ په میاشت کې دپاکستان سینیټ ته په وړاندې کړل شوؤ شمیرو کې ویل شوي وؤ چې دتېرو څلور کلونو په مهال دپاکستان بیلابیلو برخو کې 42 خبریالان وژل شوي دي.

داطلاعاتو د وزارت لخوا سینیټ کې دجمع کړل شوؤ شمیرو له مخې دې وژل شوؤ خبریالانو کې 15 په پنجاب،13 په خیبر پښتونخوا،11 په سیند اؤ درې په بلوچستان ایالت کې وژل شوي دي.

په هغه مهال دجماعت اسلامي سره تړاؤ لرونکي خبریال مشتاق احمد دسینیټ غونډې ته ویلي وؤ په پاکستان کې صحافیان د وژنو ترڅنګ دځورونو سره هم مخ دي خو دتاسف ځای دی چې دصحافیانو ځورونکي اؤ وژونکي نه نیول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې دبشري حقونو دڅار نړیوال سازمان هیومن رايټس واچ د2023م کال پخپل راپور کې ویلي چې د تېر کال په اوږدو کې دپاکستان دننه حکومت د رسنیو کنټرول ته دوام ورکړی، خبریالان ځورول شوي او ځینې وخت خبریالان او د مدني ټولني غړي بندي شوي او یا پرې بریدونه شوي دي.

‎د خبريالانو تنظیم ار اېس اېف دتیرکال په پائ کې پخپل جاري کړي رپورټ کې په تیرو 20 کلونو کې د جرنلسټانو دپاره خطرناکو 15 هيوادونو کې پاکستان په پينځم او افغانستان په شپږم نمبر ياد کړی چرته چې زيات خبریالان وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG