لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي مشرتابه شهباز شریف ته د چین اؤ طالبانو د خارجه وزیرانو د احتمالي سفرونو په هکله احوال تېر کړی


پاکستان ته راتلونکې اوونۍ کې د چین اؤ افغان طالبانو د خارجه وزیرانو له احتمالي سفرونو وړاندې د پاکستاني پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر اؤ د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشر جنرال ندیم انجم د وزیراعظم شهباز شریف سره لیدلي اؤ هغه ته یې ددغو احتمالي سفرونو په اړوند احوال تېر کړی دی.

مطبوعات هیله ښایي چې د چین خارجه وزیر به هند کې کیدونکي دشنګهایي همکاریو دسازمان د خارجه وزیرانو غونډه کې له ګډون وروسته اسلام اباد ته سفر وکړي اؤ دغلته به پاکستاني چارواکو سره سټراټیجګي خبرې اترې وکړي.

هم په دغه جریان کې بیا په افغانستان د واکمنو طالبانو دخارجه وزیر امیر خان متقي سفر هم پاکستان ته ټاکل شوی اؤ ویل کیږي هغه به هم اسلام اباد کې دپاکستاني چارواکو ترڅنګ دچین دچارواکو سره لیدنې وکړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې دچهارشنبې په ورځ خپل یو رپورټ کې ویلي، وزیراعظم شهباز شریف سره دنهې په ورځ ترسره شوې دغه لیدنه کې دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر اؤ دایي ایس ایي مشر جنرال ندیم انجم هغه ته دملي امنیت اؤ نورو اړونده چارو په اړوند حال احوال ورکړی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې په دې لیدنه کې پوځي مشرانو وزیراعظم شهباز شریف د ختیځو اؤ لویدیځو پولو د وضعیت اؤ د وسله والو ځواکونو دهڅو اؤ خوځښتونو نه هم خبر کړی دی.

ډ‌ان ورځپاڼې دسرچینو له قوله لیکلي چې پوځي سرلښکر جنرال عاصم منیر وزیراعظم شهباز شریف چین ته دخپل وړومبي سفر دڅرنګوالي نه هم خبر کړی دی.

دپاکستاني پوځي سرلښکر جنرال عاصم منیر تېره اوونۍ بیجنګ ته دخپل سفر په مهال دچین مشرانو سره لیدنې کړې وې اؤ پاکستاني مطبوعات وایي هغوي نه یې پاکستان سره دمرستو ژمنې اخستې وې.

تر دې وړاندې د ایي ایس ایي مشر جنرال ندیم انجم هم داپریل په 11 نیټه چین ته دوه ورځنی سفر کړی ؤ .

سرچینو ویلي چې دنهې په ورځ وزیراعظم سره لیدنه کې پوځي مشرانو هغه ته دپاکستان کې په بیلابیلو پروژو دکارکوونکو چینایي مامورینو د امنیت اؤ دپاکستان اؤ چین داقتصادي راهدارۍ په اړوند احوال هم ورکړی دی.

د دوشنبې په ورځ دپاکستاني سفارتکارانو له خولې نړیوالو مطبوعاتو خبر ورکړی ؤ چې دملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې اتفاق کړی چې د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي ته اجازت ورکړي چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان نه پاکستان ته سفر وکړي او هلته د پاکستان او چین له خارجه وزیرانو سره وګوري.

د پاکستان سفارتکارانو دا نه دي ویلي چې په دې ملاقاتونو کې به خارجه وزیران په څه باندې خبرې کوي، اما دا یې ویلي چې د متقي د سفر ټوله خرچه به پاکستان ورکوي.

د چین او پاکستان چارواکو پخوا ویلي دي چې هغوی د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان ته د سي پېک په منصوبه کې د شاملېدو هرکلی کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG