لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکیه کې غیرحکومتي ډلو کوښښ زیات کړی چې راروان انتخابات منصفانه ترسره شي


واشنګټن - د ترکیې په صدارتي انتخاباتو کې چې په آینده دوه هفتو کې به وشي، رجب طیب اردوان د بیا ټاکل کېدو دپاره، سخت چلېنج سره مخ دی. په دې حال کې د هغه مخالفې ډلو او غیردولتي تنظیمونو خپل کوښښونه زیات کړي چې انتخابات په شفافه توګه ترسره شي.

په استانبول کې د «ترکیه ګونولرلي» په نوم د انتخاباتو د څارنې غیرګوندي دفتر کې ګڼه ګوڼه ده. هغوی د دې دپاره چې د مې د ۱۴مې نېټې انتخاباتو باندې کافي څارنه وشي، رضاکاران برتي کوي.

عایشه یوجېل، چې په استانبول کې د ترکیه ګونولرلي یوه کوارډینېټره ده، وایي: "اوس مونږ په یو اتیا (۸۱) ښارونو کې، د رایو په هره محله کې د څارنې نظم پرځای کوو. مونږ په هر سکول کې د ترکیه ګونولرلي یو تن لرو. مونږ لږ تر لږه دوه لاکه کسانو ته ضرورت لرو. اوس دستي، مونږ دا شمېره نده پوره کړې."

د څارنې دا ډله د ټلیفون، آنلاین ویډیوګانو، زوم اېپ، او مخامخ ملاقاتونو د لارې څارونکي تربیه کوي. څارونکو ته تعلیم ورکول کیږي چې څنګه د رایو په مرکزونو کې د ووټونو شمېرې راټولې کړي او دا یقیني کړې چې سرکاري نتایج کره او سم وي.

دمله، یوه رضاکاره څارونکې وایي: "د یو ځوان تن په توګه، زه هغسې چې غواړمه، هغسې ژوند نشم کولی. خپل په خواهش ژوند نشم تېرولی. همدا وجه ده چې غواړم دلته د یو فرض په توګه خپله رایه او د رایو باکسونه محفوظه وساتم، ځکه زیات امنیتي مشکلات موجود دي."

سروې ګانې ښيي چې د صدارتي او پارلېماني انتخاباتو سیالي ورځ تر بلې سره نږدې کیږي.

حکومت وایي چې د منصفانه انتخاباتو د یقیني کولو دپاره یې ټول ګامونه اوچت کړي دي. د دې باوجود، چارواکي وايي چې د ووټرانو د تحفظ په اړه لا هم فکرمندۍ شته دي.

د ترکیه ګونولرلي تنظیم د وکیلانو یوه ډله هم ځانه سره نیولې چې هغوی به هم په رایو نظر ساتي.

د هتای زلزله ځپلې سیمې ته به هم څارونکې ولېږل شي.

څارونکي وایي چې ترکیه ګونولرلي د انتخاباتو د نورو هغو څارونکو ډلو سره چې سیاسي پارټیو ته کار کوي، د استانبول د ۲۰۱۹ کال بلدیاتي انتخاباتو کې اهم کردار ولوبولو او دا یې یقیني کړه چې ووټونه په منصفانه توګه وشمېرلی شي.

د هغو انتخاباتو په نتیجه کې، د اردوان ګوند د استانبول په ښار کې بلدتیاتي چوکۍ چې په لسهاوو کاله د هغو سره وه، د لاسه ورکړه. چارواکي وایي، هماغه انتخابات ځیني خلک وهڅول چې پس له دې انتخاباتو باندې څارنه زیاته کړي.

ترکیه کي سیاسي ګوندونو خپلو کمپېنونو ته زور ورکړی دی. ځیني ناظران وایي چې د څارونکو کردار به د انتخاباتو په نتیجې اهم اثر ولري.

Recommended

XS
SM
MD
LG