لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دریمه سیالۍ کې په ماتې ورکولو پاکستان نیوزیلېنډ نه د یو ورځنیو کرکټ لوبو لړۍ وګټله


پاکستان دکرکټ دپینځوؤ یو ورځنېو لوبو دلړۍ دریمه سیالۍ کې هم نیوزیلینډ ته ماتې ورکړې اؤ دغه لړۍ یې ترې ګټلې ده.

دچهارشنبې په ورځ دکراچۍ په نیشنل اسټیډیم کې ترسره شوې دغه سیالۍ کې دنیوزیلینډ لوبډلې په ټاکلو50 اوورنو کې 261 منډې جوړې کړې اؤ ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

دنیوزیلینډ ټام بلنډل 65، کول میک کونکي 64، کپتان ټام لیتھم 45، ول ینګ 33، ډیرل مچل 21 او مارک چیپ مین 13 منډې جوړې کړې.

دپاکستان له لوري شاهین شاہ اپریدي، نسیم شاہ او محمد وسیم دنیوزیلینډ 2، 2 اؤ ااغا سلمان 1 لوبغاړی وسوځولو.

دپاکستان لوبډله دنیوزیلنډ په بلنه وړومبی بیټنګ ته وتلې وه اؤ په ټاکلو50 اوورونو کې یې دشپږو لوبغاړو په تاوان 287 منډې جوړې کړې.

دپاکستان له لوري امام الحق 90، کپتان بابر اعظم 54، محمد رضوان 32، ااغا سلمان 31، عبدالله شفیق او فخر زمان 19، 19 ،شاداب خان 21 او محمد نواز 11منډې جوړې کړې.

دنیوزیلینډ میټ هینري دپاکستان 3، ایډم ملن نے 2 او کول میک کونکي یو لوبغاړی وسوځولو

د یو ورځنېو لوبو دا لړۍ پاکستان دنیوزیلنډ څخه 12 کاله وروسته ګټلې ده، په وروستي ځل کال 2011م کې پاکستان دنیوزيلینډ نه د یو ورځنېو لوبو لړۍ ګټلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG