لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسپیکر خبرداری:که وزیراعظم نااهله کړی شو نو د پارلیمان د غبرګون او نتیجو نه بیا ټولو ته ویره پکار ده


هغه سپریم کورټ دپارلیمان چارو کې په لاسوهنه تورن کړو اؤ وئ ویل دپارلیمان  دمشر په توګه هغه ته دپارلیمان دتقدس تحفظ ورپغاړه دی
هغه سپریم کورټ دپارلیمان چارو کې په لاسوهنه تورن کړو اؤ وئ ویل دپارلیمان  دمشر په توګه هغه ته دپارلیمان دتقدس تحفظ ورپغاړه دی

پاکستان کې دانتخاباتو پسر دپارلیمان اؤ عدلیې تر مینځ د راپورته شوؤ اختلافاتو په ترڅ دپاکستان دقامي اسمبلۍ اسپیکر راجه پرویز اشرف خبرداری ورکړی چې که چرې سپریم کورټ وزیراعظم دانتخاباتو په قضیه کې نااهله کړي نو بیا چې به کومې نتیجې اؤ دپارلیمان غبرګون مخې ته راځي،دهغې نه ټولو ته ویره پکار ده.

د ډان ټي وي په یو پروګرام کې دخبرو په مهال اسپیکر راجه پرویز اشرف ویلي دي د وزیراعظم نااهله کول به هیواد د هیلو برعکس دیو داسې وضعیت لوري ته دیکه کړي چې هلته بیا هرڅه کیدای شي.

دپروګرام کوربه چې کله دقامي اسمبلۍ له اسپیکر پوښتنه وکړه ایا هیواد کې مارشل لاء پځائ کیدای شي نو هغه یې په ځواب کې وویل "مارشل لاء به هم په هغې (صورتحال) قابو ونه مومي،مونږ ته په دغه لوري دتګ نه ډډه پکار ده ځکه چې پر وړاندې یو ډير لویې ګړنګ دی"

هغه سپریم کورټ دپارلیمان چارو کې په لاسوهنه تورن کړو اؤ وئ ویل دپارلیمان دمشر په توګه هغه ته دپارلیمان دتقدس تحفظ ورپغاړه دی چې دا ورته دپاکستان ایین ورکړی دی اؤ خپله ادارې به سپکېدو ته نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې ملک کې په یوه ورځ دانتخاباتو په معامله د حکومت اؤ اپوزیشن ډلې پاکستان تحریک انصاف خبرې اترې بې نتیجې پائ ته رسیدلي دي اؤ تحریک انصاف ګوند سپریم کورټ کې ددغو خبرو په اړوند خپل رپورټ‌ جمع کړی دی.

دتحریک انصاف په رپورټ کې سپیناوی شوی دی چې دپي‌ ټي‌ ایي اؤ حکومتي ایتلاف ترمنځ خبرو کې دانتخاباتو په نیټه اتفاق نه دی راغلی ځکه نو سپریم کورټ دې په 14مئ پنجاب صوبه کې انتخابات وکړي.

دسپریم کورټ درې کسیز بینچ په څلورم اپریل خپله فیصله کې الیکشن کمیشن ته په 14مئ پنجاب صوبه کې دالیکشن کولو حکم کړی دی اؤ هم یې حکومت ته ویلي دي چې دغو انتخاباتو لپاره دې الیکشن کمیشن ته 21 اربه روپۍ ورکړي.

دپاکستان پارلیمان دسپریم کورټ په حکم الیکشن کمیشن ته د21 اربو روپو ورکولو منظوري نه ده ورکړې اؤ هم حکومت واضحه کړې ده چې په 14مئ پنجاب کې انتخاباتو ته حالات نه دي برابر.

حکومت له سپریم کورټ غوښتي چې ګرد هیواد کې باید په یوه ورځ دټاکنو حکم صادر کړي خو دسپریم مشر قاضي ویلي چې که چرې سیاسي ګوندونه خپلو کې مذاکرات وکړي اؤ دانتخاباتو په نېټه متفق شي نو بیا سپریم کورټ څه ګنجایش پیدا کولی شي .

هرڅو که دسپریم کورټ په وینا دحکومتي ایتلاف پي ډي یم اؤ پاکستان تحریک انصاف استازو دتېرې اوونۍ راهسې دمذاکراتو درې پړاؤونه وکړل خو په دغه دوران کې پرله پسې دحکومتي ایتلاف مشرانو په سپریم کورټ په مشر قاضي سختې نیوکې هم وکړې چې دعدالت نه یې پنچایت یا جرګه جوړه کړې.

حکومتي ایتلافي ګوندونه وایي مذاکرات دسیاسي ګوندونو خپل کار دی اؤ څوک پرې دټوپک په زور خبرې اترې نه شي کولی خو دسپریم کورټ مشر قاضي تېره اوونۍ په یوه اوریدنه کې وویل عدالت چاته دمذاکراتو حکم نه دی کړی بلکې دمعاملې دهواري په غرض یې یوازې یوه مشوره ورکړې ده.

سپریم کورټ کې لا دانتخاباتو په اړوند دپرتې قضیې د اوریدنې لپاره نیټه نه ده ټاکل شوې خو ځینې څیړونکي اندېښنه ښایي چې سپریم کورټ دعدالت دحکم په نه منلو دې قضیه کې وزیراعظم شهباز شریف اؤ حتی دهغه ټوله کابینه دتوهین عدالت په اساس نااهله کولی اؤ داقتدار څخه لرې کولی شي.

دپاکستان خارجه وزیر اؤ دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري اوړمه ورځ پارلیمان ته خپله وینا کې ویلي وؤ نوره به ددې خبرې مخه نیول وي چې عدلیه دې دملک د منتخب وزیراعظم تر مرۍ ور ورسیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG