(اې اېف پي) - د هند پوځ نن د اتوار/یکشنبې په ورځ (د مې په اوومه نېټه) وویل چې د هغه هېواد په ماني پور صوبه کې د قبایلي شخړو له کبله تر اوسه د څلور پنځوسو (۵۴) کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکړی شوي دي.
په ماني پور کې تېره هفته د یوې قبیلې پورې تړلو کسانو لاریون کړی و چې بیا په تشدد واوړېده. د دې تشدد په نتیجه کې لسګونه کسان مړه او شاوخوا درویشت (۲۳) زره کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. چارواکي وايي چې ټول بیځایه شوي خلک یې پوځي چوڼیو ته لېږدولي دي.
د رپوټونو ترمخه، د قبایلي شخړو او تشدد په دې لړ کې کورونو او ګاډو ته اور اچولی شوی او امنیتي ځواکونه مجبوره شوي چې په شخړه کې د ښکېلو کسانو د خورولو دپاره اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړي.
د هند پوځ وایي چې په زرهاوو عسکر یې ماني پور ته لېږلي دي او ورته یې امر کړی چې په غیرمعمولي حالاتو کې دې پر هغو کسانو ډزې وکړي کوم چې د تشدد په عمل لاس پورې کوي.
صوبایي چارواکو په ماني پور کې کرفیو پرځای کړې او انټرنټ یې هم بند کړی دی.
د هند د پوځ وینا ده چې په چوراچندپور ښارګوټي کې یې د یوې آرامې شپې نه پس، کرفیو ختمه کړې ده. ډیری تشدد هم په همدې ښارګوټي کې مخې ته راغلی و.
پوځیانو د ډرونونو او هیلي کاپټرو په ذریعه ماني پور کې هوایي څار هم سېوا کړی دی.
د شخړې لامل دا ښودل شوی چې په سیمه کې مېشتې قبیلې، په شمول د کوکي قبیلې، په دې سخت غوصه دي چې ولې مییتي قبیله په ماني پور کې اکثریت ګڼل شوې ده، ځکه په دې بنیاد به د سرکاري ملازمتونو او کالجونو کې تعلیمي فرصتونه به په ځانګړې کوټا سره وېشلی کیږي.
د کوکي قبیلي ځیني وګړي وایي چې د نورو قبیلو وګړي چې هرځای کې دوی سره مخامخ کیږي، هغوی هدف ګرځوي او دعوه لري چې پولیس هم دوی ته د تحفظ ورکولو کوښښ نه کوي.
د هند په شمال ختیځه برخه کې د لسهاوو کلونو راهېسي د بېلتون غوښتونکو او قبیلوي ډلو د لاسه د نارامیو ښکار پاته شوې ده. د یادونې وړ ده چې د هند په ماني پور صوبه کې د ۱۹۵۰ کال راهېسي لږ تر لږه پنځوس زره (۵۰۰۰۰) کسان د قبیلوي شخړو او تشدد له امله وژلی شوي دي.