واشنګټن - د امریکا چارواکې خبرداری ورکوي چې که چرې امریکا د خپل قرض مسئله حل نه کړي، نو روس او چین د دې نه ګټه پورته کولی شي.
دا خبرداری په داسې وخت کې راغلی چې د صدر جوبایډن او ریپبلکن سیاستمدارانو ترمنځ د ملک د قرض اخستو د حد زیاتولو دپاره د میاشتو نه د کانګرس منظوري ترلاسه کولو په لړ کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
خپلې خرچې پوره کولو دپاره د امریکا د حکومت لخوا په قانوني توګه د قرض اخستو حد زیاتولو په سر د صدر جوبايډن او د نمایندګانو په اېوان کې د ریپبلکنانو ترمنځ ځنډ یا دا مسئله د تعطل ښکار کېدل، د امریکا د مخالفینو دپاره یوه ډالې ګڼل کیږي. د آفېس آف مېنجمنټ اېنډ بجټ مشره شالانډا ینګ وایي: "دوی د امریکا په نظام کې په گدوډي لېدو او په دې خوشاله کیږي چې مونږ خپل بنیادي کارونه نشو کولی. دا یو ټېسټ دی چې په دنیا کې کارونه څنګه کیږي. ایا جمهوریت به کار وکړي یا د چین طریقه کار."
که امریکا خپلې قرضې ورنکړي، اثر به یې په ټوله نړۍ پرېوزي. د چین او روس په شان مخالفین به په سوشل میډیا، سرکاري مېډیا او په نورو پلېټفارمونو د غلطو معلوماتو په خپرولو دې موقعې نه ګټه پورته کوي.
د غلطو معلوماتو د پلټنو یو کارپوه، ټاډ هېلمس وایي: "د امریکا د جمهوریت د ناکامیو دپاره د روس او د چین دلیل به دا وي چې د هغوی نظام د امریکا د نظام نه زیات ښه دی. اوس به هم دوی دا خبره کوي. اکثرله چې دوی دا قسمه خبرې خوروي نو په یو شمېر چېنلونو یې خوروي. او اوس هم تري زه د دې طمعه کوم."
د قرض اخستو حد زیاتولو دپاره د کانګرس رای اخستل به یوه عامه خبره وه. د 1960 نه راپدېخوا کانګرس 78 ځله دا حد زیات کړی. 49 د رېپبلکنز صدرانو په وخت کې او 29 ځلې د ډیموکرېټس صدرانو په وخت کې.
خو په دې تېرو څو کلونو کې په دې ډېر بحث کیږي. په 2011 او 2013 کې خو حالات ډېر بدل شول.
هغه وخت کې د امریکا صدر براک اوبامه ویلي و: "که په راتلونکو څو هفتو کې کانګرس د قرض حد زیات نه کړي، امریکا به خپلې ذمه وارۍ پوره کولو کې پاتې راشي. د امریکا په تاریخ کې کله داسې نه دي شوي."
بلخوا د نمایندګانو په اېوان کې ریپبلکنان وايي، د قرض حد زیاتولو نه وړاندې په کار دي چې د وفاقي حکومت خرچې راکمې کړی شي.
د کانګرس د هاوس سپیکر، کېوېن مکارتي وایي: "د هاؤس رېپبلکنان دا اوس د واشنګټن یوازنې بل منظور کړو چې ورسره د قرض حد او د واشنګټن بې ځایه خرچې ختمېږي. او امریکا په سمه اقتصادي لار روانېږي."
مگر صدر بایډن وايي، په دې به هېڅ خبره نه کوي. هغه وویل: "دا دواړه د یوبل نه جدا خبرې دي. که تاسو قرض ورکوئ او که نه، د دې ستاسو د بجټ سره هیڅ تعلق نشته."
په دې موضوع د بحث دپاره به د نهې په ورځ په وایټ هاؤس کې د دواړو ډلو د کانګرس مشران هم سره وګوري.