لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایلي الوتکو بمبار کې د دریوؤ فلسطیني کمانډرانو په ګډون 12 کسان وژل شوي


اسرایلي الوتکو دغزه اؤ رفاه په سیمو هوایي بمبار کړی چې دمیډیا رپورټونو له مخې د"اسلامي جهاد" تنظیم د دریوؤ کمانډرانو په ګډون پکې 12 کسان وژل شوي اؤ تر20ؤ زیات نور ژوبل شوي دي.

د الجزیره رسنۍ د رپورټ له مخې بیګاه دشپې ناوخته اسرایلي الوتکو په غزه کې داستوګنې یو شمیر ودانۍ په نخښه کړي .

دروغتیا د وزارت چارواکو په دې بمبارۍ کې د12فلسطینیانو د وژل کیدو اؤ 20 نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی دی.

دالجزیزه په رپورټ کې ویل شوي چې په وژل شوؤ 12 کسانو کې د دریوؤ پېژندګلو د "اسلامي جهاد" تنظیم دکمانډرانو په توګه شوې ده اؤ بمبار هم ددې کمانډرانو په کورونو اؤ دهغوئ شاوخوا ودانیو باندې شوی.

په نړیوالو مطبوعاتو کې ویل شوي چې بمبار کې ژوبل شوي 20 کسان عام وګړي دي اؤ دفلسطین "اسلامي جهاد" تنظیم ویلي بمبارۍ کې د دوي درې مهم مشران الغنم، خلیل البهطیني اورطارق عزالدین وژل شوي دي.

رویټرز خبري شبکې په پخپل رپورټ کې ویلي یوه چاودنه دغزه ښار دیوې ودانۍ په پورتني پوړ شوې ده اؤ هم په جنوبي ښار رفاه کې یو کور په نخښه کړل شوی دی.

اسرایلي پوځ له خولې مطبوعاتو لیکلي چې کوم درې فلسطیني کمانډران دې عملیاتو کې وژل شوي هغوي په دې وروستیو کې په اسرایلو شوي راکټي برید کې ککړ وؤ.

تېره اوونۍ داسرایل زندان کې دخدرعدنان په نوم یو فلسطیني مشر د ولږې دهړتال په مهال مړ شوی ؤ چې له هغې وروسته داسرایلو په سیمه راکټ داغل شوي وؤ اؤ ددغه راکټي برید نه وروسته اسرایلي پوځ دغزه سیمه په میزایلو ویشتلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG