واشنګټن ــــ په ترکیه کې پینځه ورځې وروسته صدارتي ټاکنې کېدونکې دي او د اوسني صدر په ګډون دواړه امیدوارانو خپل کمپېن تېز کړی دی چې هم پکې خلکو ته خپلې تګلارې وړاندې کوي او هم یو پر بل باندې تورونه لګوي.
په دغو ټاکنو کې به شاوخوا 64 ميلینه کسان رایې ورکوي چې په هغوی کې شاوخوا 30 یې ښځې دي. په دغو کې درې ميلینه څلور لکه کسان له هېواده بهر ژوند کوي او ووټ به اچوي.
د خلکو او څېړونکو په نظر د ولسمشرۍ لپاره د دواړو مهمو امیدوارانو صدر رجب طیب اردوان او د اپوزیشن ګوندونو د مشر کمال کیلیچدار اوغلو تر منځ سیالي ډېره سخته روانه ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان د مې په اوومه د صدارتي کمپېن یوې لویې غونډې ته په وینا کې د اپوزیشن ګوندونو په اتحاد تور پورې کړ، چې وایي دوی د همجنس بازانو پلوي او د ترهګرو ملاتړ کوي:
"ایا د ریپبلکن پیپلز ګوند د همجنس بازانو پلوي نه کوي؟ آیا پیپلز ډیموکرېټک ګوند یې نه کوي؟ آیا د ای وای ای ګوند «ګُډ پارټي» یې نه کوي؟ آیا په دې اتحاد کې نورو کسانو تر اوسه د همجنس بازانو په اړه څه ویلي دي؟".
اردوان وايي، د ده «جسټس اینډ ډیویلپمنټ پارتي» یا د انصاف او پرمختیا ګوند هیڅکله د همجنس بازانو ملاتړ نه دی کړی او نه به یې کله وکړي. اردوان کمال اوغلو په "نشه یي" یاد کړ او وایي هېواد به د داسې کس واکمنۍ ته پرې نه ږدي.
اردوان له دوو لسیزو راهیسې د ترکیې د وزیراعظم او ولسمشر په توګه پاته شوی او په صدارتي ټاکنو کې د هغه مهم سیال کمال کیلیچدار اوغلو د مختلفو نظریاتو د شپږو ګوندونو د اتحاد په استازیتوب صدارتي ټاکنو ته ولاړ دی.
کمال اوغلو له جرمني اې آر ډي نشریاتي ادارې سره د ګل- دوشنبې په ورځ په یوه مرکه کې ویلي، که انتخابات وګټي نو به د ولسمشر اردوان په نسبت په زیات جمهوري توګه حکومت کولای شي.
اوغلو ویلي ترکیه به له آمرانه رهبرۍ خلاصه کړي او د یورپي ټولنې ټول جمهوري معیارونه به په خپل هېواد کې په پوره توګه عملي کړي.
ښاغلي اوغلو د کرد پلوه بندي مشر صلاح الدین دیمیرتاش او د بشري حقونو د بندي فعال عثمان کاواله په اړه وویل، د دوی په اړه د یورپي ټولنې د بشري حقونو د عدالت فیصله به عملي کړي او دواړه به خوشي کړي.
دغه دواړه فعالان د اردوان د واکمنۍ په موده کې بندیان شوي او اردوان په خپلو ویناوو کې هغوی تل د خپل حکومت دښمنان بللي دي.
پر صدر اردوان دا تور هم لګېږي چې په هېواد کې یې اقتصادي بحران پیدا کړی او د فرورۍ په میاشت کې یې د زلزلې په وخت کې خلکو ته مرستې په وخت نه دي رسولې.
د رویټرز خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې دغه انتخابات د ترکیې په اوسني تاریخ کې تر ټولو مهم ګڼل کېږي، ځکه چې وایي صدر رجب طیب اردوان د دوو لسیزو په واکمنۍ کې لومړی وار له سختو سیاسي چېلنجونو سره مخ دی.
یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.