واشنګټن ـــــ د می په نهمه نېټه د روس د سرښار ماسکو په رېډ سکوېر کې د روسي ځواکونو او پوځي وسلو نمايش وشو چې په دويم نړيوال جنګ کې په جرمني نازي ځواکونو د بري موندلو ورځ ونمانځي.
خو دا ځل نمايش لکه د تېر په څېر نه وو او ترتيبات يې زر تر زره ختم کړل. ويل کيږي دا ځکه چې روس د اوکراين په څوارلس مياشتې جګړه کې په شا تللی دی.
د کریملین مخ ته په خپله تېزه تونده لس مينټه وينا کې روسي صدر ويلاديمير پوټين په نړيوال غربي اشرافيا نيوکې وکړې چې اتيا کاله وړاندې په جنګ کې د روس ملګري وو او ويې ويل:
“تهذيب په فيصله کوونکي موړ ولاړ دی“. پوټين وويل “يو حقيقي جنګ زمونږ په وطن راتپل شوی”.
دې کال د رېډ سکوير نمايش د نور عمر په شان نه وو چې اتحاديانو به په يورپ کې د جرمني نازيانو په ماتې کولو.
د جديد پوځي ټينکونو په ځای دې ځل بس يو د دويم نړيوال جنګ د وخت ټي-34 ټېنک په رېډ سکوير کې چکر ووهلو او د هوايي جنګي جهازونو مظاهره يې هم ونه کړه.
د اوکرين د جنګي محاذ په اړه اوکرايني چارواکو ويلي د دوی هوايي دفاعي ځواکونو د روس له خوا په سرښار کيف باندې په ويشتل شوو 25 کروز ميزايلو کې درويشت راغورځولي او د ځاني زيان خبرونه هم نشته.
د روسي پوځي ځواکونو مشکلات د اوکراين په جنګ کې د روس پلوي ويګنر اجرتي ګروپ مشر هم سېوا کړي او په روسي پوځي چارواکو يې نيوکې کړي چې د ده ګروپ ته پوره وسله نه ورکول کيږي.
د ګروپ مشر يوګيني پرېګوژين په يو غږيز پيغام کې ويلي، پرون يو جنګي پيغام راغلو او وايي که مونږ په بخموت کې خپل سنګرونه پرېښول نو دا به د مور وطن سره غداري وي:
“که پوره وسله نه وي نو مونږ به خپلې مورچې پرېږدو او بيا به دا پوښتل کيږي چې په اصل کې د مور وطن سره غداري څوک کوي”.