لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د تشدد څخه ډکې مظاهرې په دويمه ورځ هم روانې وې، د تحریک انصاف  نور مشران نيول شوي


پاکستان کې د مخکني وزيراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د نيولو وروسته پرون په دويمه ورځ هم د تشدد څخه ډکې مظاهرې شوي، او د تحریک انصاف ګوندځينې نور مشران هم نيول شوي دي.

پاکستان تحريک انصاف ګوند ويلي، تېره شپه يې دوه نور مشران شاه محمود قرېشي او فواد چودري نيول شوي دي.

د اسلام اباد پوليسو ویلي، د منصوبه بندۍ لاندې د اوورونو اچولو او تشدد څخه ډکو مظاهرو پله پارولو او امن ته د خطرې لاندې کسان نیول شوي دي. د اسلام اباد پوليسو شاه محمود قرېشي، اسدعمر، فواد چودري، مليکه بخاري او نور نيولي او ټولې ګرفتارۍ د قانوني تقاضو پوره کولو سره په عمل کې راوستی شوي.

د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ خلاف په پاکستان کې شروع شوو احتجاجونو په مهال لږ تر لږه پينځه کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

په پېښور کې د لېډي ريډنګ هسپتال چارواکو پرون وي او ای ډیوه ته تایيد کړې چې هسپتال ته د درېو کسانو مړي او 27 زخمیان ور وړل شوي وو.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه پېښور کې د احتجاجونو په مهال د رېډيو پاکستان ودانۍ او ګاډي سوځول شوي او د شپې د الېکشن کمېشن په دفتر د احتجاج کوونکو د ورتلو خبر هم مخې ته راغلی دی.

د خېبرپښتونخوا د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير بېرسټر فېروز جمال وي او اې ډيوه ته د نهې، سه شنبې، په ورځ ناوخته د دې خبر تصدیق کړی وو چې په چکدره کې د تحریک انصاف پلويان د چترال سکاوټ په کېمپ وغلي وو او د نښتې په مهال يو تن وژل شوی او ځيني نور کسان زخمیان شوي وو.

په کوټه کې د سنډېمن هسپتال یو چارواکو د نهې، سه شنبې، په ورځ په ښار کې د احتجاج په مهال د یو تن د وژل کېدو تصدیق کړی وو.

پرون هم په پېښور، اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو احتجاجونه کړي دي.

هم پرون د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د کابينې غونډه شوې او د وزیراعظم دفتر ویلي، کابينې په مختلفو ښارونو کې د تشدد د پېښو او ودانيو ته د تاوان اړولو غندنه کړې ده.

ويل شوي مرکزي کابینې د کورنيو چارو د وزارت په سپارښتنه د ايين د 245 مادې لاندې په پنجاب او خېبرپښتونخوا سره په اسلام اباد کې د پوځ په ځای کولو منظوري ورکړې ده.

کابيني ویلي، د تحریک انصاف طرز عمل اييني، قانوني او جمهوري نه بلکې د ترهګرۍ او ملک دښمنۍ دی او دا به په هیڅ صورت ونه زغملی شي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي پرامنه د قانون او ايين لاندې احتجاج کوي.

د پاکستان پوځ او تحريک انصاف ګوند هم د يو بل ضد بيانونه ورکړي دي.

پوځ د عمران خان د نيولو وروسته د احتجاجونو په مهال په پوځي ودانيو حملو ته توره ورځ ويلي، او تحریک انصاف ګوند د پوځ بیان د حقيقت سره د ټکر بيان ګرځولی دی.

حکومت وايي، د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزيراعظم عمران خان د القادر ټرسټ د غبن په قضيه کې نيول شوی دی.

عمران خان پرون د احتساب عدالت ته وړاندې کړی شوی او عدالت یې د اته ورځو جسماني ريمانډ منظور کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG