لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو هغه څلور خبریالان خوشې کړي چې د تفریحي خپرونو له امله نیول شوي وو


واشنګټن – طالبانو هغه څلور افغان خبریالان د شورو یا چهارشنبې په ورځ خوشې کړل کوم چې یې دوه ورځې وړاندې په جنوب ختیځ ولایت خوست کې نیولي وو.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټۍ د بیان له مخې، په دغو خبریالانو کې د غرغشت ټي وي ایډیټر سخي سرور میاخېل، د چینار راډیو ایډېټر پامیر اندېش، له نن ایف ایم څخه عبدالرحمن اشنا او د ولس غږ راډیو اېډېټر محمد شاه خیالي شامل وو.

یادې سرچینې ویلي، چې دغه خبریالان د ګل یا دوشنبې په ورځ د طالبانو لخوا په یو سیمینار کې نیول شوي وو.

په بیان کې وړاندې راغلي، طالب چارواکو ورته ویلي دي چې یاد خبریالان یو اصلاحي سیمینار ته غوښتل شوي وو.‌

یو سیمیز خبریال د خپل نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل،‌ چې دغه خبریالان د هغو تفریحي خپرونو له امله نیول شوي وو چې په اپرېل کې د اختر په مناسبت جوړې شوې وې.

خبریال وویل، "دا ځکه چې د اختر په ځینو خپرونو کې موسیقي غږېدلې وه. تفریحي پروګرامونه وو او کیدای شي ښځینه غږونه هم پکې وو."

طالبانو په واک باندې له قبضې وروسته د افغانستان په رسنیو کې د موسیقۍ او تفریحي خپرونو په خپرېدو باندې بندیز لګولی.

خبریالانو په ځینو ولایتونو کې امریکا غږ ته ویلي، چې طالبانو د ښځینه غږونو له خپرولو څخه منع کړي دي.

د جنوبي اسیا په اسوسېشن کې د افغان څانګې مشر غلام محمد ګران امریکا غږ ته وویل، د طالبانو لخوا د رسنیو د روښانه سیاست د نه شتون له امله د خبریالانو ترمنځ سوی تفاهم دی.

هغه زیاته کړه،‌ چې "دوی نه پوهېږي چې څه شي خپاره کړي او څه شی نه."

ګران وویل، "د طالبانو د حګومت د بېلابېلو ادارو د لاسوهنې له امله هم بې نظمي رامنځ ته شوې."

که څه هم د هغه په وینا د طالبانو حکومت د اطلاعاتو کلتور وزارت ویلي، چې هېڅ حکومتي اداره د رسنیو په چارو کې د مداخلې حق نه لري خو امر بالمعروف او استخبارات په مرکز او ولایتونو کې په رسنیو باندې محدودیتونه لګوي.

ګران ویلي، طالبانو تېر کال اعلان کړی وو چې د تېر حکومت د رسنیو قانون به تر هغې پر ځای وي تر څو نوی قانون جوړ شي خو خبره داسې نه ده.

د ۲۰۲۲ کال په فیبروۍ کې د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد ویلي وو چې د افغانستان د رسنیو قانون تر اوسه هم د عملي کېدو وړ دی.

د افغان خبریالانو د مرکز ویاندې سومایا ولیزاده امریکا غږ ته وویل، د افغانستان د رسنیو د قانون له مخې،‌ حکومت باید د ازادې رسنۍ په کارونو کې مداخله و نه کړي.

د خبریالانو د ژغورنې کمېټې د اسیا پروګرام مشرې بېه لی یې په طالبانو باندې غږ کړی چې د افغان خبریالانو ظالمانه نیول دې ژر تر ژره ودروي.

هغې امریکا غږ ته وویل، په افغانستان کې "خبریالان یواځې له دې امله نیول کېږي چې خپل کار کوي."

هغې وویل، "مونږ اندېښنه لرو." او زیاته یې کړه چې تر اوسه هم دوه افغان خبریالان له طالبانو سره بندیان دي او "مونږ یې د ژر تر ژره خوشې کېدوغوښتنه کو."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG