لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيومن رايټس واچ: د عمران خان د متشدده پلويانو ضد طاقت کارول شوی


د بشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ [اېچ ار ډبليو] ویلي د عمران د نيولو وروسته چې د هغه پلويانو د تشدد څخه ډک احتجاجونه کړي، پولیسو د مظاهره چيانو ضد طاقت کارولی دی.

وایي په دغه مهال حکومت موبايل انټرنېټ بند کړی ټويټر، فېس بک او نورو ټولنیزو رسنيو باندې بندیز لګول شوی کوم چې د بنيادي حقونو سرغړونه ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزيراعظم عمران خان د نهې/سه شنبې په ورځ د غبن په تورونو کې نيول شوی دی.

د عمران خان د نيولو وروسته د تحریک انصاف ګوند پلويانو د ملک په غټو ښارونو کې قهرجن احتجاجونه کړي چې پکې د مرګ ژوبلو سره ودانیو او ګاډو ته د اوورونو اچولو پېښې هم شوي دي.

هيومن رايټس واچ ویلي، "په ټول ملک کې د عمران خان پلويانو ګټې/ ډبرې، پېټرول بمونه کارولي، او په ځينو ځایونو کې په ټوپکو ډزې کړي، په پوليسو یې بریدونه کړي، اېمبولسونه، د پوليس موبايلې او سکولونه سوځولي او ودانۍ یې ويجاړې کړي دي".

اېچ ار ډبلیو زیاته کړې، "پولیسو په ځواب کې په مظاهره چيانو اوښکې بهيونکی ګېس، د ربړ مرمۍ کارولي او د ډنډو ګوزارونه یې پرې کړي دي. او پولیسو د مجرمانه کارروايانو، ګډوډي جوړولو او په حکومتي چاوراکو د بريدونو په تور د عمران خان د پاکستان تحريک انصاف ګوند په سلګونو غړي نيولي دي او په کوټه کې د پولیسو لخوا په مظاهره چيانو ډزو کې یو تن وژل شوی دی".

د بشري حقونو د اسيا څانګې مشرې پېټريشيا ګوسمېن ويلي، "د پاکستان حکومت بايد د پرامنه مظاهرې حق ورکړي او د تشدد ضد کم نه کم نه طاقت وکاروي، د جرمونو پلټنې وکړي او مناسبه قانوني چلند دې ورسره وکړي".

اېچ ار ډبلیو ویلي، د ملګرو ملتونو اصول دي چې قانون نافذونکې ادارې هر وخت کم نه کم طاقت وکاروي.

د بشري حقونو تنظيم ويلي، حکومت وايي چې انټرنېټ یې د ولس د حفاظت او غلطو معلوماتو نه خپرولو دپاره بند کړی خو د انټرنېټ بندېز له امله خلک معلوماتو ته رسايي نه لري او د جرنلسټانو کار محدودوي، د بشري حقونو نړيوال قانون د بيان د ازادۍ او معلوماتو رسولو د مخنيوي اجازت نه ورکوي چې د ډېرې مودې دپاره دې بند شي.

ګاسمېن ویلي، "پاکستان کې تشدد او په غبرګون کې یې بيا تشدد کېدل زیات شوی، په داسې کې مهمه ده چې چارواکي داسې ګامونه واخلي چې حالات د قابو نه بهر نه شي".

په نهمه مې د عمران خان د نيولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو د ملک په غټو ښارونو کې احتجاجونه کړي، په دغه مهال د پوليسو سره نښتې شوي، مرګ ژوبلې اوښتي او ودانيو او ګاډو ته اوورونه اچول شوي دي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي د ايين او قانون لاندې پرامنه احتجاجونه کوي.

خو پرون د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د مرکزي کابينې په غونډه کې ويل شوي د تحریک انصاف رويه اييني، قانوني او جمهوري نه ده بلکې د ترهګرۍ او ملک دښمنۍ ده کومه به چې په هیڅ صورت ونه زغمل شي.

مرکزي کابنيې د تحریک انصاف د احتجاجونو په مهال په سرکاري او شخصي ودانيو ته د اوورونو اچولو او نورو ورانکاريو غندنه کړې او د کورنيو چارو د وزارت په سپارښتنه یې د امنيت دپاره د ايين د 245 مادې لاندې په پنجاب او خېبرپښتونخوا سره په اسلام اباد کې د پوځ په ځای کولو منظوري ورکړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG